د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي يو وار بيا خبر ورکړی، که نړيواله ټولنه له افغانستان سره همکاري ونه کړي، نو دغه هېواد بېرته د بېثباتۍ خوا ته تلونکی دی. نوموړي له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې ويلي، پاکستان هڅه کوي چې نړيوال دې ته قانع کړي، ...
Read More »طالبان: په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړولو هڅې روانې دي
د طالبانو لوړپوړو چاروکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د يوه داسې حکومت د جوړولو لپاره يې هڅې جاري ساتلي، چې په کې د دغه هېواد ټول اقشار خپل ونډه احساس کړي. دا خبرې د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي پرون ناوخته په کابل کې د ايران له سفير ...
Read More »چينايي چارواکي: له افغاستان سره به د چين بېړنۍ بشري مرستې دوام ولري
چينايي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعيت په کتو به، د چين له لوري افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې د راتلونکي لپاره هم دوام ولري. د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينګبېنګ نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) ويلي، چين او افغانستان په سيمه کې د ...
Read More »ملګري ملتونه: د واک له نيولو وروسته طالبانو ناقانونه وژنې کړې
ملګرو ملتونو ويلي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې ښيي طالبانو په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته يو شمېر افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي. د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمېشنرۍ مرستيالې نېدا ال نشېف دا څرګندونې پرون سېشبنه ناوخت د (لېندۍ په ۲۳مه) د يادې کمېشنرۍ ...
Read More »امريکا له افغانستان سره د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه بشري مرسته اعلان کړه
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانانو د بشري مرستو په لړ کې، د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه نوره مرسته هم کوي. نوموړي دا خبر په خپل ټوېټر کې ورکړی او ويلي يې دي، چې د امريکا متحده ايالات د ...
Read More »بښنې نړيوال سازمان: جنګي جنايتونه او وژنې د افغانستان تېر حکومت د ړنګېدو لامل وو
د بښنې نړيوال سازمان يا Amnesty international د افغانستان په اړه په تازه راپور کې چې نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) يې خپور کړی، د افغانستان تېر نظام د ړنګېدو لاملونه په ګوته کړي دي. دې سازمان ويلي، د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري په متواتره توګه جنګي ...
Read More »پنټاګون: کابل کې پر ملکي وګړو شوی بريد د جنګي قوانينو نقض نه دی
د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) ويلي، د تېر اګسټ په ۲۹مه د امريکايي ځواکونو له لوري د شوي هوايي بريد له کبله چې په ترڅ کې يې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکيان ووژل شول، هېڅ امريکايي سرتېری مجازات نه شي. پنټاګون ويلي، دا پرېکړه له دې کبله ...
Read More »عمران خان: د افغانستان جګړې پرمهال پاکستان ډېر زيانونه زغملي
د پاکستان لومړي وزير عمران يو وار بيا د افغانستان جګړې پرمهال د خپل نېک کردار د ترسره کولو په اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې دغه مهال پاکستان هم ډېر زيان زغملی دی. نوموړي پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) په اسلاماباد کې د يوې غونډې پرمهال ...
Read More »د هلمند په ګرمسېر کې د چاودنې ۴تنه عام خلک ټپيان کړي
د هلمند ځايي چارواکي خبر ورکړی چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ۴ تنه عام ولسي کسان ټپيان شوي دي. ځايي چارواکو د يادې چاودنې په تائيدولو سره ويلي، پېښه نن سېشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) د ګرمسېر اړوند هزار جفت بازار کې د یوې سرګولولې د ...
Read More »يوناما: ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي
په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما خبر ورکړی چې دغه سازمان له افغانستان سره په اقتصادي او بشري برخو کې مرستو ته ژمن دی. يوناما په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز پرون دوشنبه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس