د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په ازبکستان د تخنيکي ستونزې پيدا کېدو له امله افغانستان ته د نوموړي هېواد د وارداتي برېښنا اندازه کمه شوې ده. دې شرکت نن چهارشنبه د (مرغومي په ۸مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادې تخنيکي ستونزې له امله افغانستان ته له ...
Read More »فرانس پرېس: د افغانستان لپاره ۲۰۲۱ زېږديز کال له ننګونو ډک و
د فرانسې خبري ژانس په يوه څېړنيز راپور کې د افغانستان وضعيت ته کتنه کړې او په کې يې د ۲۰۲۱ زېږديز کال په ترڅ کې د افغانستان وضعيت ارزولی دی. په دې راپور کې راغلي، دا مهال افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې د ژمې له ...
Read More »پوتين: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د امنيتي تهديدونو اندېښنه پر ځای ده
د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين يو وار بيا د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د امنيتي تهديدونو په اړه اندېښنه ښودلې زياته کړې يې ده، چې ياد تهديدونه د روسيې متحدانو پر وړاندې ننګونه ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر پوتين دا څرګندونې د ...
Read More »انس حقاني: د حکومتولۍ لپاره بايد د تنګ نظرۍ پر ځای پراخه سينه موجوده وي
د اسلامي امارت غړی انس حقاني وايي، د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو سره سم عمومي بښنه اعلان شوې او له پخوانيو مطرحو څېرو سره لېدنې بايد د اسلامي امارت پر مسوولانو د بېباورۍ په مانا نه وي. نوموړي چې نن دوشنبه د (مرغومي په ۶مه) يې ...
Read More »ستانکزی: نور بايد جګړه بنده او پر ځای يې د داخلي ستونزو پر حل کار وشي
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان له يوې بلې جګړې وژغورل شي او داخلي ستونزو ته د حل لارو پر پيدا کولو فکر وشي. نوموړي چې نن دوشنبه د (مرغومي په ۶مه) يې په لوګر کې پر ...
Read More »“د برېتانوي ځواکونو له نيمايي زيات افغان همکاران لا هم په افغانستان کې اېسار پاتې دي”
اينډيپېنډنټ ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، لا هم زيات شمېر هغه افغانان په افغانستان کې اېسار پاتې دي چې په تېرو کلونو کې يې له برېتانوي سرتېرو سره په دغه هېواد کې همکاري کړې ده. د راپور له مخې، دغه کسان ژباړونکي او اداري کارکوونکي دي ...
Read More »هېريس: په افغانستان کې د ښځو او انجونو وضعيت د اندېښنې وړی دی
د امريکا متحده ايالاتو مرستيالې ولسمشرې کامالا هېريس په افغانستان کې د ښځو او انجونو وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، دا مهال افغان ميرمنې له يوه ناسم وضعيت سره لاس او ګرېوان دي. نوموړې پرون ناوخته د (مرغومي په ۵مه) خبريالانو ته ويلي، له ښځو ...
Read More »پنجشېر کې د يوه ځوان د وژل کېدو له امله لاريون تر بېګا ناوخته دوام درلود
په پنجشېر کې د يوه ځوان د وژنې په غبرګون کې پيل شوي لاريون تر بېګا ناوخته پورې دوام درلود او د وژل شوي کس لپاره يې د عدالت غوښتنه کوله. لاريونوالو له رسنيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې محمد اقا د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په ...
Read More »“له پنځو کلونو کم عمره يو ميليون ماشومان له خوراځواکۍ کړېږي”
سياېناېن ټلوېزيوني شبکې د ملگرو ملتونو په حواله په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، دا مهال په افغانستان کې د ماشومانو لوږه د مرګ تر خطر پورې لوړه شوې او زياتوي چې د ماشوما ترمنځ د لوږې دغه کچه خورا بېسارې ده. د راپور له مخې، اوس مهال په ...
Read More »ملګري ملتونه: په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستو رسولو لوی عمليات په افغانستان کې ترسره کوو
وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان ته د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه پرېکړهليک تصويب کړه، ورسره سم ملګرو ملتونو ويلي چې د يادې طرحې پر بنسټ په افغانستان کې د دوی بشردوستانه ماموريت نور هم اسانېدای شي. د بېړنيو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس