د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، دامهال د ژمې اورښتونو او يخې هوا پر مهال افغانان له سخت وضعيت سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتيا لري. نوموړي پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې خلک خوراکي ...
Read More »د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پاکستانی پلاوی کابل ته راځي
د پاکستان د وزارتونو همغږۍ دفتر چې مشري يې د دغه هېواد د پارلمان رئيس اسد قيصر کوله اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په مشرۍ يو پلاوی کابل ته لاړ شي. قيصر زياته کړې چې دغه پلاوی به د پاکستان ...
Read More »بښنې نړيوال سازمان: د افغان ميرمنو غږ بايد په ګډه بدرګه شي
د پښنې نړيوال سازمان د افغان ميرمنو د وضعيت په اړه په يوه تازه بيان کې ويلي، په افغانستان کې د ښځو وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې د افغان ميرمنو غږ په ګډه بدرګه شي. دې سازمان پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) په خپل ټوېټر کې ...
Read More »اوچا: روان کال کې به له ۲۲ ميليونه افغانانو سره مرستې وشي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همعږي کوونکې اداره يا اوچا وايي، هڅه کوي چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره پر وخت مرستې وکړي څو په دې توګه دغلته د موجوده بشري وضعيت کنټرول شي. د دې ادارې مشرې ايزابيل موسارد کارلسن پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) ...
Read More »د وروستيو سېلابونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي
د وروستيو اورښتونو په ترڅ کې د سېلابونو راوتو، په يو شمېر ولايتونو کې د مالي زيان ترڅنګ خلکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي. د شمېرو له مخې د يادو سېلابونو له امله، ۱۱تنه مړه شوي او ۲۳تنه نور ټپيا شوي دي. دغه سېلابونه په کندهار، هلمند، بدخشان، جوزجان، ...
Read More »ترکيه او پاکستان: د افغانستان اوسنی وضعيت له نږدې څارو
د ترکيې او پاکستان پوځي چارواکو په افغانستان کې د وروستيو تحوولاتو په تړاو او دغه راز د سيمهييز امنيت په برخه کې پر ګډو همکاريو خبرې کړې دي. د ترکيې د پوځ لوی درستز مرستيال سلجوق بايراکتار پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۱۵مه) پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ...
Read More »پاکستان: له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار ۹۴ سنله بشپړ شوی
وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مسئله يو ځل بيا پر جدي بحث بدله شوه، تازه نن چهارشنبه د (مرغومي په ۱۵مه) د پاکستان پوځ اعلان کړی چې له افغانستان سره د يې د ډيورنډ پر ...
Read More »پاکستان د ۳ روغتونونو د تجهيزولو لپاره افغانستان ته تخنيکي ډله رالېږلې
د پاکستان د روغتيا، ملي خدمتونو او همغږۍ وزارت خبر ورکړی چې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې يې، يو تخنيکي او روغتيايي تيم کابل ته رالېږلی څو د دغه وزارت په خبره په افغانستان کې ۳ روغتونونه له تخنيکي پلوه په نسبي توګه تجهيز کړي. دې ...
Read More »روسي پانګوال په افغانستان کې د ګازو او نفتو پر استخراج پانګونه کوي
روسي پانګوالو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمينې او امکاناتو له برابرېدو سره، د افغانستان د کانونو په ځانګړو برخو کې پانګونې ته لېوال دي. د روسي پانګوالو ګډ پلاوي پرون د رئيسالوزرا له دويم مرستيال عبدالسلام حنفي سره په لېدنه کې، د نفت او ...
Read More »حکومت د اورښتونو له امله په ټول هېواد کې بېړنی وضعيت اعلان کړ
په اکثره ولايتونو کې له څو ورځنيو سختو اورښتونو وروسته، حکومت د مرستو رسولو په موخه په ټول هېواد کې سر له نن د (مرغومي په ۱۵مه) بېړنی حالت اعلان کړی دی. له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسوولان وايي، د بېړني وضعيت له اعلان سره سم په ولايتونو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس