Home » سیمه او نړی (page 74)

سیمه او نړی

روسيې اوکراین کې د وژل شويو سرتېرو لپاره د وير مراسم نيولي وو

د روسیې په سامارا سیمه کې ځايي اوسېدونکي پرون د هغو محلي سرتېرو د ویر لپاره راټول شوي وو، چې په اوکراین کې وژل شوي وو. دغه سرتېري تر ټولو خونړۍ دفاعي حملو کې وژل شوي، چې مسکو یې ملامتي پر خپلو سرتېرو اچولې او وايي دوی خپل ټلیفونونه کارول، ...

Read More »

د پاکستان د څارګرې ادارې دوه لوړ پوړي غړي وژل شوي

د پاکستان د پنجاب ایالت له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځانګړې ادارې دوه تنه لوړ پوړي افسران د یوه نامعلوم وسله وال لخوا وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو ویلي چې دا پېښه پرون د پنجاب ایالت په خانیوال سیمه کې رامنځته شوې ده. د خانیوال سیمې د پولیسو مشر ...

Read More »

آمریکا: پاکستان له ځانه د دفاع حق لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي، پاکستان حق لري چې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي. نوموړي دغه څرګندونې له رسنیو سره وروسته له هغه کړې دي، چې د پاکستان نظامي او سیاسي رهبرۍ وویل، هیڅ هیواد حق نه لري، چې هغو ترهګرو ...

Read More »

خان: د پاکستان د پښتونخوا او پنجاب ایالتي پارلمانونه منحل کوو

د پاکستان تحريک انصاف ګوند وايي چې د راتلونکې جمعې پر ورځ به په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې ايالتي پارلمانونه منحل کړي. د تحريک انصاف مشر او د پاکستان مخکني لومړي وزير عمران خان دا خبر پرون ناوخته په لاهور کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته ورکړ. خان ...

Read More »

د خيبر پښتونخوا په ټانک کې پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګی بريد شوی

راپورونه وايي، چې د خيبر پښتوانخوا په ټانک ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي بريدګر له سيمې د پاکستاني پوځيانو تېرېدونکی کاروان په نښه کړی او چاودنه يې پرې کړې ده. پر يادو ځواکونو دا ځانمرګی بريد پرون دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) د ټانک او وزيرستان پر سړک د «ډبره» په ...

Read More »

د پاکستان حکومت د جنرال باجوه د شتمنيو په اړه څېړنې پيل کړې

د پاکستان اېتلافي حکومت د دې هېواد د پوځ د لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه د شتمنيو او د هغې د ماليو د ورکړې په اړه څېړنې پيل کړې دي. د پاکستان حکومت دا ګام وروسته له هغې پورته کړی، چې پاکستاني خبريال احمد نوراني د فيکټ فوکس په ...

Read More »

اندونيزيا کې د شديدې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۶۰ واوښت

د اندونيزيا په لوېديځ کې پروت د دې هېواد جاوا ولايت پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۳۰مه) د ريښتر په کچه ۵.۶ درجې ولړزوه. د بهرنيو رسنيو له لوري په دې اړه خپرو شوو راپورونو کې ويل شوي، چې د يادې زلزلې ډېر زيان د سيانجون په ښارګوټې کې ...

Read More »

د اوکراين پر زاپوريژيا اټومي بټۍ له لسو ډېرې چاودنې شوي

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، له پرون راهيسي تر نن دوشنبې د اروپا تر ټولو لويې اټومي بټۍ چې په اوکراين کې موقعيت لري، له لسو ډېرې چاودنې شوي دي. دا بټۍ چې دامهال د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، پرې د توپونو د بريدونو په پايله ...

Read More »

“د ترکيې په هوايي بريدونو کې ۱۵ سوريايي سرتېري وژل شوي”

عراقي رسنيو راپور ورکړی، چې د ترکي ځواکونو له لوري د يک‌شنبې په ورځ د عراق او سوريې پر کرد مېشتو سيمو د هوايي بريدونو له امله، لږ تر لږه ۱۵ سوريايي سرتېري وژل شوي دي. د عراق «روداو» ټلوېزيون په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې دا هوايي ...

Read More »

د فوټبال نړيوال جام سيالۍ بېګاه شپه په قطر کې پيل شوې

د فوټبال نړيوال جام سيالۍ بېګا يک‌شنبه د شپې د (لړم په ۲۹مه) په قطر کې د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پيل شوې. د قطر امير محمد بن حمد ال ثاني په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له پرله پسې ۱۲ کلنو هڅو او زحمتونو ...

Read More »