Home » افغانستان » په قطر کې د افغان کډوالو ناڅرګند حالت او د امريکا سياسي بحثونه
USA

په قطر کې د افغان کډوالو ناڅرګند حالت او د امريکا سياسي بحثونه

د امريکا د کانګرېس يوه غړي هغو راپورونو ته غبرګون ښودلی چې پکې د ډونالډ ټرمپ د ادارې او د کانګو ديموکراتيک جمهوريت تر منځ د شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د مېشتېدو په اړه خبرې شوې دي ، د کانګرس ياد غړي دا اقدام «بې‌رحمانه خیانت» بللی دی.

دغه افغانان چې اوس مهال په قطر کې د امريکا د مهاجرتي ویزو د ترلاسه کولو لپاره په تمه دي د خپل راتلونکي په اړه له ناڅرګند حالت سره مخ دي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې د افغان اتباعو لپاره د امريکا د مهاجرتي ویزو د پروسس بهیر لا هم په عملي ډول درېدلی پاتې دی. ډېری هغه کسان چې د ۲۰۲۱ کال د کابل د سقوط او د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته له افغانستان څخه وتلي، تر نږدې څلورو کلونو پورې په قطر او نورو هېوادونو کې د انتظار او بې برخليک حالت کې ژوند کوي.

د ياروتې وړ ده، چې ډونالډ ټرمپ څو ځله په بېلابېلو وختونو کې—په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ وروسته سیاسي ویناوو او د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال—ویلي چې افغان کډوال او هغه کسان چې له افغانستان څخه امريکا ته انتقال شوي دي باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د ټولګټو وزارت ویاند اعلان ...