Home » افغانستان » د روغتيا نړيوال سازمان: په افغانستان کې د یو شمېر ناروغیو په کچه کې بدلون راغلی دی.
Health

د روغتيا نړيوال سازمان: په افغانستان کې د یو شمېر ناروغیو په کچه کې بدلون راغلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د تېرې مارچ میاشتې پر مهال په افغانستان کې د یو شمېر ناروغیو په کچه کې بدلون راغلی دی. د دغه سازمان د موندنو له مخې، د سینه‌بغل پېښې ۳۳.۱ سلنه کمې شوې دي، خو ملاریا بیا ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. همداراز، د کانګو ناروغۍ له امله د مړینې کچه لا هم ۱۰.۲ سلنه ده.

راپور زیاتوي چې د نس ناستې ۶٬۳۰۸ نوې پېښې ثبت شوې دي چې د فبرورۍ په پرتله ۵.۷ سلنه زیاتوالی ښيي، خو د ډینګي تبې مشکوکې پېښې چې ۱۱۵ دي، ۳۳.۵ سلنه راکمې شوې دي. سرخکان هم د ۲٬۳۹۵ پېښو او ۱۱ مړینو سره ۸ سلنه کمښت ښيي.

یاد سازمان وایي چې د خپلو وروستیو اقداماتو په ترڅ کې یې په ټول هېواد کې څه باندې ۲۰۰ د روغتیايي خدمتونو بستې وېشلې دي، چې له ۸۱۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته رسېدلې دي. په راپور کې دا هم راغلي چې د څه باندې ۷ زره راستنېدونکو کډوالو د معایناتو پایلې ښيي چې د هغوی ترمنځ ځینې ناروغۍ، لکه کرونا او ډینګي، شتون لري.

د راپور په بله برخه کې ویل شوي چې وروستیو سېلابونو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې، لسګونه کسان یې مړه کړي او په لږ تر لږه ۱۰ روغتیايي مرکزونو کې یې د درملنې خدمتونه ګډوډ کړي دي. سره له دې، دغه سازمان په افغانستان کې د یوې پراخې روغتیايي شبکې د جوړېدو خبر هم ورکړی، چې پکې ۱۰۶ روغتیايي مرکزونه، تخصصي روغتونونه، د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه او د رواني روغتیا خدمتونه شامل دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...