Home » Author Archives: Dawlatzai Zarmina (page 6)

Author Archives: Dawlatzai Zarmina

د ولکر ترک کاري موده د څلورو نورو کلونو لپاره وغځول شوه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک کاري موده د ۱۴۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د څلورو نورو کلونو لپاره وغځوله. په دې رایه اچونه کې ۱۰ هېوادونو مخالفت وکړ او ۱۳ نورو بې‌طرفه رایه ورکړه. دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د ...

Read More »

ایران: کرمان غواړي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پُل شي

د ایران د کرمان د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مشر، سید مهدي طبیب‌زاده، ویلي چې هېواد یې هوډ لري د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو ترمنځ د همکارۍ پیاوړی پُل جوړ کړي. هغه د «افغانستان د بازار معرفۍ» په غونډه کې وویل، د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو ...

Read More »

د هند سکیم کې د اوبو برښنا پروژې تونل چاودنه؛ د مړو شمېر ۲۲تنو ته لوړ شوی

د هند د سکیم ایالت حکومت ویلي، د اوبو برښنا د یوې تر کار لاندې پروژې له تونل څخه د اوو نورو کسانو جسدونه راایستل شوي، چې له امله یې د دوشنبې ورځې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۲۲ کسانو ته لوړ شوی دی. د هندچارواکي وايي، د چاودنې اصلي ...

Read More »

واشنګټن او ریاض د ملکي اټومي انرژۍ تاریخي هوکړه لاسلیک کړه

د امریکا د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې امریکا او سعودي عربستان له څو کلونو خبرو اترو وروسته د ملکي اټومي انرژۍ هوکړه لاسلیک کړې ده. د دې هوکړې له مخې، سعودي عربستان کولای شي د امریکا د ټکنالوژۍ په کارولو اټومي بټۍ جوړې کړي او د ملکي اټومي پروګرام ...

Read More »

زهران ممداني: نتنیاهو باید د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي

د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي. هغه د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو حکم ته په اشارې ویلي، د نتنیاهو پر وړاندې د لګېدلو تورونو قانوني څېړنه باید ترسره شي. ممداني په یوه ویډیويي ...

Read More »

پاکستان د کلدارې د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره له امریکا مرسته غوښتې

پاکستان له امریکا څخه د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا او د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، که دا غوښتنه ومنل شي، نو دا به د پاکستان لپاره د بهرنۍ اسعاري زېرمو د ...

Read More »

پېټ هېګست: امریکا نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر جګړو کې ښکېل شي

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر په اوږدمهالو او لګښتي جګړو کې ښکېل شي او د ایران په اړه به هم ورته تګلاره خپله کړي. هغه ویلي، د امریکا موخه د نوې جګړې پیل نه، ...

Read More »

فرانسه د ماشومانو د خونديتوب لپاره پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لګوي

د فرانسې پارلمان د ټولنیزو رسنیو د کارونې په اړه نوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلونو څخه کم‌عمره ماشومان به ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نه‌لري. په دې سره فرانسه د اروپايي ټولنې لومړنی هېواد شو چې د استرالیا په څېر یې د ماشومانو لپاره د ...

Read More »

د نورستان سېلابونو تازه جزئیات؛ ۲۳ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او شاوخوا ۱۰۰ تنه نادرکه دي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالې ادارې مرستېال ویاند قاري تاج محمد همت، رویداد خبري اژانس سره په خبرو کې ،په نورستان کې د وروستیو سېلابونو تازه جزئیات شریک کړي دي. نوموړي ویلي، چې د نورستان ولایت د پارون ښار او شاوخوا سیمو کې د سختو سېلابونو له امله ...

Read More »

د ایران په بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي

د امريکا نامتو خبري شبکې، سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، چې د جولای له اوومې نېټې راهیسې د ایران له لوري په منځني ختیځ کې پر بېلابېلو امریکايي پوځي اډو د بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي. د امریکايي چارواکو په وینا، د ډېرو ټپیانو حالت جدي ...

Read More »