د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د پنځو ټُنو اړینو درملو مرسته وکړه.نوموړي پر اېکسپاڼه ليکلي، چې هند د افغانانو د هوساینې او ملاتړ لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کوي.رندهير جېسوال: “هند کابل ته د ضروري درملو ۵ ټنه ...
Read More »خوشحال خان کاکړ: د اسلاماباد ناسمو سیاستونو د پښتونخوا سوداګري زیانمنه کړې
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ پر اسلاماباد نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ناسمو سیاستونو له امله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره زیانمنې کړې دي. نوموړي ویلي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره ...
Read More »د ملګرو ملتونو نوی لوړپوړی چارواکی افغانستان ته راورسېد
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي کابل ته رسېدلی او د سهشنبې په ورځ یې خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده. نوموړی د فرانسې تبعه دی ...
Read More »اروپايي مشران د جي۷ غونډه کې پر ایران او اوکراین د ټرمپ د دریځ د بدلون غوښتنه کوي
د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې اروپايي مشرانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران او اوکراین په تړاو مهمې خبرې مطرح کړې دي. د راپورونو له مخې، اروپايي هېوادونه اندېښنه لري چې له ایران سره هر ډول لنډمهاله او سطحي هوکړه ښايي د دغه هېواد د اټومي ...
Read More »د پاکستان د ملي اسمبلۍ يوه غړي د پاکستان حکومت سياستونه نقد کړي
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي اسد قیصر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو محدودیتونو پر ضد انتقاد کړی او ویلي یې دي چې افغانستان په پېښور کې د صنعت د پرمختګ یوازینۍ لاره ده.هغه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې په یوه ناسته کې خبرداری ورکړی چې له ...
Read More »امنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه رایهاچونه کوي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه رایهاچونه ترسره کړي.د شورا د نوې پرېکړهلیک له مخې، د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې پورې د یو بل کال لپاره ...
Read More »په کابل ښار کې د افغان انلاین ټکسي خدمات پيل شول
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره یوې ترانسپورتي کمپنۍ په رسمي ډول په کابل ښار کې د انلاین ټکسي خدمتونه پیل کړي دي. یاد وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترانسپورتي خدمتونو د عصري کولو او د خصوصي سکټور د ملاتړ ...
Read More »د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې
چین کې د ا.ا سفیر بلال کریمي د چین – سويلي اسیا لسم نندارتون په څنډه کې له افغان سوداګرو سره لیدنه کړې ده.د افغانستان سفارت په بیجینګ کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې سفیر له افغان سوداګرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د هغوی ...
Read More »د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سرپرست رییس، محمد رفیع عظیمي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې ...
Read More »ترمذ کې د افغانستان او مرکزي اسيا کارپوهانو ترمنځ پرسیمهییزو همکاريو خبرې شوې
د مرکزي او سويلي اسیا ترمنځ د اتصال په اړه د ترمذ ډیالوګ په څنډه کې، د مرکزي اسیا او افغانستان د کارپوهانو ترمنځ په لوړه کچه ناسته ترسره شوه.د خپرو شويو مالوماتو پراساس په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو پالیسي جوړونکو او شنونکو د سیمهییز ثبات، اقتصادي همکاریو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس