Home » افغانستان » د عامې روغتیا وزارت: د تړل شویو روغتیايي مرکزونو لپاره د بدیل ملاتړ هڅې روانې دي
د عامې روغتیا وزارت

د عامې روغتیا وزارت: د تړل شویو روغتیايي مرکزونو لپاره د بدیل ملاتړ هڅې روانې دي

د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه روغتیايي مرکزونه چې د نړیوالو بنسټونو د مالي ملاتړ د پای ته رسېدو له امله تړل شوي، د لنډمهالو پروژو له لارې فعال شوي وو او وزارت هڅه کوي چې د دغو مرکزونو لپاره نوی او بدیل ملاتړ برابر کړي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، تېر کال له بېلابېلو نړیوالو او مرستندویه بنسټونو سره ۳۵۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي، چې له مخې یې په بېلابېلو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه فعال شوي دي.

د راپورونو له مخې، روغتیايي کارکوونکي وايي، چې د ځینو مرکزونو تړل کېدل د میندو، ماشومانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر روغتیايي خدمتونو اغېز کړی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان روغتیايي سکتور ته دوامدار ملاتړ برابر کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

روسیې افغانستان او مرکزي اسیا ته ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل صادر کړی

رویترز راپور ورکړی چې روسیې ...