Home » افغانستان » د اسلامي همکاریو سازمان له افغانانو سره د ملاتړ او له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ
د اسلامي همکاریو سازمان

د اسلامي همکاریو سازمان له افغانانو سره د ملاتړ او له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې یو ځل بیا له افغان ولس سره د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له ا.ا سره به خپلو تعاملاتو او عملي همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه غونډه د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې په نیویارک کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان پر وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د نړیوال غبرګون د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي اسماعیل ولد شیخ احمد ویلي، دغه سازمان به د افغانانو د ګټو او د بشري مرستو د دوام لپاره له ا.ا سره خپل تعامل او عملي همکارۍ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې سازمان به په کابل کې د خپل ماموریت او دفتر له لارې د نجونو د زده‌کړو، روغتیا او ټولنیز یووالي په برخو کې خپلو هڅو ته هم دوام ورکړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خلیل‌زاد: پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي

د افغانستان د سولې لپاره ...