Home » سیمه او نړی » د قطر امیر: په غزه کې روان وضعیت په رښتینې مانا نسل‌وژنه ده
شیخ تمیم بن حمد آل ثاني

د قطر امیر: په غزه کې روان وضعیت په رښتینې مانا نسل‌وژنه ده

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې ويلي، چې په غزه کې روان وضعیت «په رښتینې مانا نسل‌وژنه» ده.

نوموړي د اسرائیلي رژيم له لوري روان يرغل، په کلکه غندلی او په خبره یې د عامو فلسطيني وګړو په نښه کول د بشریت پر وجدان داغ بلل کېږي.
نوموړي وویل، چې راتلونکي نسلونه به د غزې د ناورین د پراخې کچې او د نړیوالې ټولنې د کمزوري غبرګون ترمنځ له موجود لوی واټن څخه حیران شي؛ ځکه د هغه په وینا، د ناورین د شدت په پرتله د مخنیوي لپاره نړیوال اقدامات کافي نه وو.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

فیدان: ترکیه د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ ته چمتو ده

د ترکیې د بهرنیو چارو ...