د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې له نیم میلیون څخه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي دي.
د دې ادارې په وینا، ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي او شاوخوا یو میلیون یې له شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ دي. یونیسف وايي، د خوارځواکۍ له امله په روغتیايي مرکزونو کې د بستر شوو ماشومانو نږدې ۴۰ سلنه یې تر شپږو میاشتو کم عمر لري، په داسې حال کې چې تر دوو کلونو کم عمره ماشومان د شدیدې حادې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه جوړوي.
د يونسف په وينا، د بودجې کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۰۰ ډېر د درملنې مرکزونه تړل شوي او د تغذیې خدماتو لپاره د اړتیا وړ بودجې ۵۷ سلنه لا هم نه ده برابره شوې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس