Home » سیمه او نړی » تهران د جګړې د پای لپاره نوې طرحه وړاندې کړې
IRAN & USA

تهران د جګړې د پای لپاره نوې طرحه وړاندې کړې

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران د واشنګټن د ۹ ماده‌ییز وړاندیز په ځواب کې خپله ۱۴ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده. د راپور له مخې، ایران په دې طرحه کې د لنډمهالي اوربند پر ځای د جګړې د بشپړ پای ته رسولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې هر ډول هوکړه باید د دوامداره ثبات تضمین وکړاي شي.
په راپور کې ویل شوي چې د ایران په وړاندیز کې د بیاځلي برید د نه ترسره کېدو تضمین، د ایران له شاوخوا سیمو د امریکایي ځواکونو وتل، او د سمندري محاصرې پای ته رسول شامل دي. دغه راز، تهران د خپلو کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او پر ایران د لګول شویو بندیزونو د ختمولو غوښتنه هم کړې ده.

د معلوماتو له مخې، ایران په سیمه‌ییزه کچه هم د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د لبنان په ګډون باید په ټولو جبهو کې جګړه پای ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې وار له مخې هم د ايران او امريکا ترمنځ ۱۰ ماده‌ییز وړانډيز ترسره شوې و، چې تر ډېره پر لنډمهالي اوربند او د تاوتریخوالي پر مهار تمرکز درلود، چې په هغه کې د جګړې د سمدستي درولو، د بشري مرستو د رسولو اسانتیا، او د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي غوښتنې شاملې وې چې پايلې يې نه درلودلې.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...