د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران د واشنګټن د ۹ مادهییز وړاندیز په ځواب کې خپله ۱۴ مادهییزه طرحه وړاندې کړې ده. د راپور له مخې، ایران په دې طرحه کې د لنډمهالي اوربند پر ځای د جګړې د بشپړ پای ته رسولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې هر ډول هوکړه باید د دوامداره ثبات تضمین وکړاي شي.
په راپور کې ویل شوي چې د ایران په وړاندیز کې د بیاځلي برید د نه ترسره کېدو تضمین، د ایران له شاوخوا سیمو د امریکایي ځواکونو وتل، او د سمندري محاصرې پای ته رسول شامل دي. دغه راز، تهران د خپلو کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او پر ایران د لګول شویو بندیزونو د ختمولو غوښتنه هم کړې ده.
د معلوماتو له مخې، ایران په سیمهییزه کچه هم د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د لبنان په ګډون باید په ټولو جبهو کې جګړه پای ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې وار له مخې هم د ايران او امريکا ترمنځ ۱۰ مادهییز وړانډيز ترسره شوې و، چې تر ډېره پر لنډمهالي اوربند او د تاوتریخوالي پر مهار تمرکز درلود، چې په هغه کې د جګړې د سمدستي درولو، د بشري مرستو د رسولو اسانتیا، او د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي غوښتنې شاملې وې چې پايلې يې نه درلودلې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس