Home » سیمه او نړی » پینځه ایراني پوځیان په وسله وال برید کې ووژل شول

پینځه ایراني پوځیان په وسله وال برید کې ووژل شول

د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو په برید کې پینځه ایراني پوځیان وژل شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، دا پېښه د لړم میاشتې په ۲۰ نیټه د یکشنبې په ورځ په سراوان ولسوالۍ کې د څو وسله والو بریدکونکو له خوا وشوه.

د دغه راپور له مخې، دا برید هغه مهال وشو چې د ایران امنیتی ځواکونه په لمانځه بوخت وو.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...