Home » سیمه او نړی » پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدنې موده د دوو میاشتو لپاره وغځوله

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدنې موده د دوو میاشتو لپاره وغځوله

د پاکستان حکومت هغه افغان پناه غوښتونکو چې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکي اژانس کارتونه لري له دوو میاشتو د کمې مودې لپاره یې د دوی د اوسېدنې موده غځولې ده.

د پاکستان د ایالاتو او سرحداتو وزارت دوشنبه د غویي ۱۷مه په یوه بیانیه کې لیکلي چې هلته د دې افغان کډوالو د اوسېدلو موده د جون تر ۳۰مې غځول شوې ده.

د ویلو ده چې پاکستاني حکومت د روان کال د وري له ۲۷ مې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پيل کړی دی.

هغه مهال پاکستاني چارواکو خپلو پولیسو ته امر کړی و، چې ژر تر ژره د هغو افغانانو د استوګنې په اړه معلومات چمتو کړي، چې د لنډمهالې استوګنې کارتونه لري.

ټاکل شوې چې په دې پړاو کې به شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وویستل شي.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرو پر بنسټ، په پاکستان کې شاوخوا ۲.۱۸ میلیونه افغان کډوال چې اسناد لري، ۱.۳ میلیونه یې د ثبت کارتونه او څه باندې ۸۸۰ زره یې د موقتي استوګنې کارتونه لري.

د یادولو وړ ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پیل راهیسې تر اوسه له ۵۴۳ زرو څخه ډېر افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

بلینکن په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اسراییلو پلان ناسم وباله

د امریکا د بهرنیو چارو ...