Home » سیمه او نړی » پوتین له ټرمپ سره خبرو اتراو ته لیوالتیا ښودلې

پوتین له ټرمپ سره خبرو اتراو ته لیوالتیا ښودلې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې روسیه له هغه سره خبرو اترو ته چمتو ده.

پوتین ویلي، ټرمپ چې د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال د اوکراین او له روسیې سره د اړیکو بیارغونې په هکله کومې خبرې کړې وې، د پاملرنې وړ دي.

هغه له ټرمپ سره د لیدنې لیوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده چمتو دی چې له هغه سره خبرې‌اترې له سره پېل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال په ټینګار سره ویلي و، چې که د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي، نو کولای شي د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...