
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر کوویډ – ۱۹ ناروغي اخته شوی دی.
نوموړي د جمعې پر ورځ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د نرۍ تبې له محسوسولو وروسته یې ځان ګوښی کړی دی.
ښاغلي قریشي په خپل پیغام کې ویلي:
”زما وجود کې کوویډ – ۱۹ ناروغي ثابته شوې ده، خو د الله تعالی فضل او کرم دی، چې ځان پیاوړی او توانمن محسوسوم. له کوره به خپل مسوولیتونه ترسره کوم، په دعاوو کې مې یاد ساتئ. ”
بل لور ته د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې چارواکي وايي، د کورونا وېروس له کبله د مړینې کچه کنټرول شوې ده.
د صوبې اطلاعاتو سلاکار اجمل وزیر وايي، ‘د غوره پلان او روغتیايي خدمتونو له کبله ‘ د بېرته رغېدنې کچه هم ۵۴ سلنې ته رسېدلې ده.
نوموړی زیاتوي پېښور ته له بهره د پاکستانیانو د راتګ لړۍ روانه ده.
د جون له ۲۴ وروسته د پېښور باچا خان نړیوال هوايي ډګر ته د بېلا بېلو هوايي شرکتونو په ۲۹ الوتنو کې څلور زره ۸۲۲ کسان ستانه شوي دي.

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES
چارواکي وايي، له بهره د پاکستانو ستنېدو لړۍ روانه ده
د نوموړي په خبره د ۲۰ پاکستانیانو مړي هم په همدې موده کې لېږدول شوي دي.
ښاغلی وزیر وايي، د کورونا وېروس ناروغانو لپاره د پېښور په نشتراباد سیمه کې یو روغتون چمتو شوی، چې ډېر ژر به یې اعلی وزیر محمود خان پرانیزي.
چارواکي وايي، په لومړي سر کې به دغه روغتون ۵۸ بسترونه لري، خو په دویم پړاو کې به یې د بسترونو شمېر ۱۱۰ ته ورسېږي.
د اطلاعاتو صوبايي سلاکار وايي، د صوبې په روغتونونو کې د کورونا ناروغانو لپاره پنځه نیم زره بسترونه ځانګړي شوي دي، چې له ۱۳۷۵ بسترونو سره د مصنوعي تنفس الات هم غوټه شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس