Home » دسته‌بندی نشده » راولپنډۍ او اسلام‌اباد کې تر ۱۰۰ زیات افغانان نیول شوي
pk

راولپنډۍ او اسلام‌اباد کې تر ۱۰۰ زیات افغانان نیول شوي

‏پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله ليکلي، چې تېره شپه ناوخته د راولپنډۍ او اسلام‌اباد په بېلابېلو سیمو کې د امنيتي عملیاتو پر مهال تر ۱۰۰ زیات ناقانونه مېشت افغانان او مشکوک کسان ونیول.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په يادو عملیاتو کې له ۲۰۰۰ زیاتو امنیتي سرتېرو برخه اخیستې وه چې د اسلام‌اباد پولیسو په شمول، د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD)، ښځینه پولیسو او استخباراتي ادارو برخه اخیستې وه او د عملیاتو پر مهال په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵۰ څخه زیات کورونه پلټل شوي او تر ۱۰۰ زیات افغانان يې نيولي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اتلانو جام؛ نیوزلنډ پاکستان مات کړ

د اتلانو جام لومړۍ لوبه ...