Home » سیمه او نړی » د ټرمپ پلویانو بیا د اعتراض څو غونډې کړي
رویداد خبري آژانس

د ټرمپ پلویانو بیا د اعتراض څو غونډې کړي

په واشنګټن کې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې پرون (د جنورۍ په ۱۷مه) د ډونالد ټرمپ پلویانو د اعتراض څو وړې غونډې وکړې، خو د تاوتریخوالي کوم راپور ورنه‌کړل شو.

یوه چارواکي وویل، په دغې ورځ (هېڅ ډول پېښه) نه‌ده رامنځته شوې.

واشنګټن کې وروسته تر هغه وضعیت کړکېچن شوی چې د جنورۍ په شپږمه د ټرمپ پارېدلو پلویانو د کانګرس پر ودانۍ یرغل ورووړ.

ټرمپ ادعا کوي چې د ټاکنو پایله غلا شوې او دی ګټونکی دی، خو دا ادعا یې څو ځله د امریکا په محکمو کې رد شوې ده.

په واشنګټن او د لسګونه نورو ایالتونو په مرکزونو کې د ملي ګارد سرتېري چې د مظاهرې د مخنیوي په وسایلو سمبال دي، ځای پر ځای شوي دي.

دغه ځواکونه هڅه کوي چې د جنورۍ په ۲۰مه د ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن له لوړې مخکې د نارامۍ هر ډول هڅه شنډه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...