
د ایران امنیتي چارواکي وايي چې د دې هېواد د اټمي پروګرام په یوه مرکز کې د وړمه ورځنۍ پېښې علت معلوم شوی، خو جزئیات بهیې وروسته روښانه کړي.
له دې مخکې د ناڅرګندو سرچینو په حواله راپور ورکړل شوی و چې د نطنز په اټمي تأسیساتو کې د یوې سایبري حملې له کبله اور لګېدلی، خو د ایران د ملي امنیت عالي شورا وايي چې د پېښې علت په امنیتي دلایلو نهافشا کېږي.
دغه شورا وايي چې په مرکزي ایران کې د نطنز په اټمي بټۍ کې د وروستۍ پېښې علت د مسؤلو ادارو لهخوا د څېړنو په نتیجه کې په دقیق ډول روښانه شوی دی.
د دې شورا ویاند کیوان خسروي پرون د جمعې په ورځ وویل، د ځانګړو امنیتي دلایلو له کبله د دې پېښې علت او جزئیات اوس نهاعلانوي، خو په مناسب وخت کې به په دې اړه معلومات ورکړل شي.
د ایران د اټمي انرژۍ ادارې ویلي، پېښه د پنجشنبې په ورځ د نطنز د اټمي بټۍ په یوه صنعتي ساحه کې چې کار پرې روان و، شوې.

د دې ادارې ویاند وویل چې زیانمنه ودانۍ د ځمکې پر سر او د یورانیمو د غني کولو له ساحې څخه جلا وه. وروسته د نطنز د والي له قوله په راپورونو کې وویل شول چې هلته اور لګېدلی، خو روېټرز خبري اژانس د درې ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې وايي، د دوی په باور په دې ودانۍ کې اور د سایبري حملې له کبله لګېدلی دی مګر دې چارواکو چې نومونهیې نهدي یاد شوي شواهد نهدي وړاندې کړي.
د دې چارواکو له ډلې یوه ویلي دي چې په دې حمله کې د یورانیمو د غني کولو د ځانګړې وسیلې یا سنټرفیوژ د یوځای کولو یا مونتاژ ودانۍ په نښه شوې وه.
د دې چارواکي په وینا د ایران دښمنانو له دې مخکې هم دا ډول حملې کړې دي.
د دې پېښې له اعلان څو ساعته وروسته ایرنا دولتي خبري اژانس یوه سرمقاله خپره کړه او په هغه کې یې دا کار د دښمنو هېوادونو په تېره د متحده ایالاتو او اسرائیلو لهخوا احتمالي تخریبي اقدام وباله.
ایران په ۲۰۱۵ کال کې له شپږو لویو قدرتونو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې په هغه کې یې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه وکړه.

د دې موافقې له لاسلیک وروسته د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشانو په منظم ډول نطنز اټمي بټۍ ته تګ راتګ کاوه.
د ایران د یورانیمو د غني کولو لویه بټۍ په نطنز ښار کې ده چې د پلازمېنې تهران د جنوب په ۲۵۰ کیلومتره واټن کې پروت دی او تأسیساتیې له هوايي حملو د خوندیتوب په خاطر تر ځمکې لاندې ۷،۶ متر ژور جوړ شوي دي.
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي موافقې ووته او هغه بندیزونهیې بیا پرې ولګول چې د موافقې له مخې لیرې شوي وو.
د دې بندیزونو له کبله د ایران اقتصاد سخت زیانمن شو، خو وروسته تهران هم هغه محدودیتونه چې په دې موافقه کې یې منلي وو په پرلهپسې ډول له پامه وغورځول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس