Home » سیمه او نړی » د اذاربایجان او ارمانیا ترمنځ خونړۍ نښتې شوې
رویداد خبري آژانس

د اذاربایجان او ارمانیا ترمنځ خونړۍ نښتې شوې

د اذاربایجان او ارمانیا ترمنځ تازه خونړۍ نښتې شوې

د راپورونو له مخې ارمانیا د اذربایجان دوې چورلکې او درې بې پيلوټه الوتکې په نننۍ جګړه کې په نښه کړې او له منځه وړې دي.

له دې سره جوخت اذربایجاني پوځ ویلي چې ارمانیايي ځواکونو ددوی له پولې سره نږدې تحرکات پیل کړي دي چې د پوځ له جدي غبرګون سره مخ شوي او پر ارمانیايي پوځیانو به هوایي او ځمکني بریدونه دوام کوي.

د ارمانیا پوځ بیا ویلي چې د اذربایجان چورلکې او بې پيلوټه الوتکې یې په نښه کړې دي او دغه جګړه هم لومړی اذربایجاني لوري پیل کړې ده.

تر اوسه ددغه جګړې په درېدو کې چا مداخله نه ده کړې خو ښایي د سیمې هېوادونه ددواړو لورو ترمنځ د جګړې د درېدو هڅه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...