د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۴ کال کې بهر مېشتو هېوادوالو ته په غیرې حضوري ډول د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې موده کې ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو ته د مختلفو کاغذي تذکرو خدمات وړاندې شوي. دا خدمات د هېواد د مختلفو برخو له لارې د غیرې حضوري سیستم په مرسته ترسره شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د دغو خدمتونو په لړ کې ۱۹ زره او ۳۲۰ نوی کاغذي تذکرې ، د ۶ زره او ۱۵۶ مثنی تذکرې او د ۵۱ زره او ۳۷۱ کاغذي تذکرو تاییدونه شامل و چې په پايله کې يې له بهر مېشتو افغانانو سره مرسته وکړه چې خپل اسناد اصلاح یا نوي کړي.
په همدې حال کې، د ۲۵ زره او ۶۹۱ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرو د اصلاحي خدمتونو وړاندې کولو له لارې د تذکرو سمون او اصلاح ته هم پام شوی ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس