Home » افغانستان » د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لخوا بهر مېشتو افغانانو ته د کاغذي تذکرو وېش په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې
تذکره

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لخوا بهر مېشتو افغانانو ته د کاغذي تذکرو وېش په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۴ کال کې بهر مېشتو هېوادوالو ته په غیرې حضوري ډول د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې موده کې ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو ته د مختلفو کاغذي تذکرو خدمات وړاندې شوي. دا خدمات د هېواد د مختلفو برخو له لارې د غیرې حضوري سیستم په مرسته ترسره شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د دغو خدمتونو په لړ کې ۱۹ زره او ۳۲۰ نوی کاغذي تذکرې ، د ۶ زره او ۱۵۶ مثنی تذکرې او د ۵۱ زره او ۳۷۱ کاغذي تذکرو تاییدونه شامل و چې په پايله کې يې له بهر مېشتو افغانانو سره مرسته وکړه چې خپل اسناد اصلاح یا نوي کړي.

په همدې حال کې، د ۲۵ زره او ۶۹۱ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرو د اصلاحي خدمتونو وړاندې کولو له لارې د تذکرو سمون او اصلاح ته هم پام شوی ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...