د امریکا ولسمشر، جو بایډن د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ تېر او خپله لومړۍ مرستیاله کاملا هاریس یې د ځان پر ځای ټاکنو ته وړاندیز او ملاتړ یې ترې اعلان کړی دی.
هغه پرون (یکشنبې، د چنګاښ ۳۱مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د امریکا د بیا ځلي ولسمشر په توګه یې د ټاکل کېدو هوډ درلود، خو اوس په دې باور دی چې دا پرېکړه به یې د ډیموکراټ ګوند په ګټه وي.
بایډن زیاته کړې چې د ډیموکراټ ګوند او خپل ملت د یووالي او همدارنګه د ډونالډ ټرمپ ناکامۍ ته هڅه کوي.
نوموړی داسې مهال له خپل نوماندۍ تېر شوی چې هغه د ډیموکرات ګوند د غړو تر سخت فشار لاندې و، ځکه چې په وروستیو اوونیو کې د ډونالډ ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې کمزوری وبرېښېد.
که چېرې ۵۹ کلنه هاریس د ډیموکراټ ګوند له خوا د سږ کال ټاکنو ته معرفي شي، نو دا به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ تور پوستې ښځه وي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي.
بلخوا د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د جو بایډن له یادې پرېکړې هرکلی کړی دی.
اوباما دغه راز اندېښنه ښودلې که ټرمپ بیا ځلې ولسمشر شي، نو امریکا او ډیموکراټانو ته به ناوړه پایلې ولري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس