Home » سیمه او نړی » اوکرایین: اودیسا کې مو د روسیې ۲۲ ډرونونه نسکور کړي

اوکرایین: اودیسا کې مو د روسیې ۲۲ ډرونونه نسکور کړي

اوکراییني چارواکیو ویلي چې تورې بحیرې ته نږدې پر اودیسا سیمې یې د روسیې لخوا د ډرونونو یو نسبتآ پراخ برید ناکام کړی دی.

د اوکرایین هوايي ځواکونو ویلي، چې دغلته یې ۲۲ چاودېدونکي ډرونونه راغورځولې دي.

د دوی اړوند د ټېلېګرام په یوه کانال کې لیکل شوي، چې په دغه برید کې “شاهد ۱۳۱ او ۱۳۶” ډرونونه کارول شوي.

د اوکرایین د پوځ په وینا پر اودیسا سیمې دغه برید د سویل او سویل ختیځ لخوا شوی و.

اوکرایین او لوېدیځ متحدان یې وايي، چې روسیه د اوکرایین خلاف د ایران چاودېدونکي ډرونونه کاروي.

خو تهران له دې انکار کوي چې مسکو ته دې یې د اوکرایین جګړې لپاره ډرونونه ورکړي وي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...