انګلستان، سر له نن څخه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو لپاره بل اقدام کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په انګلستان کې په ‘کووېډ-۱۹’ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر کم شوی او اکثریت پوخ عمره کسانو د دې ناروغۍ په وړاندې د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.
سر له نن دوشنبې څخه به، ټول دکانونه بېرته پرانیستل شي، خلک به وکړای شي سلمانیو ته لاړ شي او د عینې کورنۍ غړي کولای شي په انګلستان کې په رخصتۍ لاړ شي، خو چې په یوه استوګنځای کې واوسي او پخلی په خپله وکړي.
جېمونه، د لامبو حوضونه، کتابتونونه او ژوبڼونه به هم بېرته پرانیستل شي.
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د محدودیتونو کمېدل د ازادۍ پر لوري یو مهم ګام بللی دی، خو له خلکو غوښتنه کړې چې بیا هم احتیاط او مسؤلانه چلند وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس