اسراییلي ځواکونو پر غزې د بریدونو په لړ کې د غزې مطبوعاتي کور نړولی دی.
یاد رسنیز سازمان داسې مهال نړول شوی چې اسراییلي ځواکونو په غزې تړانګې کې په مستقیم ډول خبریالان او رسنیزو فعالان په نښه کړي دي.
د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانو ویلي چې د رسنیزو مرکزونو او خبریالانو په نښه کېدل له جګړې څخه د فسلطیني روایاتو لرې کول دي.
د غزې د مطبوعاتو کور یو غیر انتفاعي او خپلواک رسنیز سازمان دی چې په ۲۰۱۳ کې د یوې ډلې خپلواکو ورځپاڼې لیکونو لخوا د بیان او عقیدې د ازادۍ، د خپلواکو رسنیو او له ورځپاڼې لیکونو څخه د قانوني ملاتړ لپاره په فلسطین کې جوړ شو.
له بلې خوا اسراییلي ځواکونو پروسږ په نوامبر کې د مطبوعاتي کور مدیر، بلال جدالله په هوايي برید کې وواژه.
د غزې د دولتي رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، د اکتوبر له ۷مې تر اوسه اسراییلو ۱۲۴خبریالان، ورځپاڼې لیکونکي او رسنیز فعالان د غزې په شاوخوا سیمو کې په نښه او وژلي دي.
پر غزه د اسراییلو په دوام، د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د دې جګړې له پیل نه تر اوسه له ۲۸ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۸۵ سلنه نور بېځایه شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس