د امریکا د استازیو جرګې مشره ننسي پلوسي دوشنبه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده استازیو جرګې ته لېږي.
د سنا جرګې د اکثریت ډیموکراټانو مشر چک شومر پرون په عمومي جلسه کې دا خبره وکړه.
هغه وویل، سره له دې چې ځینو جمهوري پالو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ محاکمه د اساسي قانون خلاف بللې، خو ټرمپ به محاکمه کېږي.
استازیو جرګه به د کانګرس په ودانۍ د جنورۍ شپږمې یرغل په خاطر په ټرمپ د لګېدلو تورونو له کبله د هغه محاکمه پیلوي.
په ټرمپ تور لګېدلی چې د جنورۍ په شپږمه یې بلوا پارولې ده.
د جنورۍ په شپږمه د قهرجنو مظاهرو پر مهال خلکو د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړ چې له پولیسو سره په اخ او ډب کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس