د سولې نړیوال څېړنیز انستیتوت (SIPRI) په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د نړۍ پوځي لګښتونه ۶٫۸ سلنه زیات شوي چې دوه تریلیون او ۴۴۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي دي.
د دې راپور له مخې، دغه شمېره له ۲۰۰۹ راهېسې تر ټولو لوړه شمېره ده او د دې ادارې په تېرو شپیتو کلونو کې بې سارې بلل شوې ده.
امریکا او چین د هغو هېوادونو د لېست په سر کې دي چې تر ټولو زیات پوځي لګښتونه لري او د دوی پوځي لګښتونه د نړۍ د ټولو پوځي لګښتونو نیمایي برخه جوړوي.
د دې راپور له مخې، د امریکا پوځي لګښتونه ۳۷ سلنه او د چین پوځي لګښتونه د نړۍ د ټولو پوځي لګښتونو ۱۲ سلنه دي.
دغو دواړو هېوادونو خپل پوځي لګښتونه په ترتیب سره ۲٫۳٪ او ۶٪ زیات کړي دي.
د راپور له مخې، د ټکنالوژیکي پرمختګونو په برخه او د مخکښ ځواک په توګه د خپل موقف ساتلو په لټه کې به د امریکا حکومت تر ۲۰۲۲ پورې د وسلو «څیړنې، پراختیا، ازموینې او ارزونې» باندې ۹٫۴ سلنه نور مصرف کړي.
له امریکا وروسته روسیه، هند او سعودي عربستان د دې نوملړ په سر کې دي.