د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې په بلجیم کې یوې محکمې ایراني دیپلومات د یو برید د دسیسې په تړاو په بند محکوم کړ.
برید په ۲۰۱۸ کال کې په فرانسه کې د ایران حکومت د یوه مخالفه ډله پر وړاندې شوې وه.
محکمه پرون ایراني دیپلومات اسدالله اسدي ته د ۲۰ کاله بند سزا اعلان کړه.
رسنیو راپور ورکړی چې په بلجیم کې څارنوالان وایي په ویانا کې میشت اسدي او نورو ملګرو یې پلان درلود چې په پاریس کې د ایران مخالف ډلې شورا پر لاریون باندې بمي برید وکړي.
ایراني چارواکو د بلجیم محکمې له لوري د اسدي محکوم کیدل غندلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي: (د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه د بلجیم د انتورپ د محکمې اعلان غندي چې له مخې یې اسدالله اسدي په ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.)
ایران دغه قضایي بهیر او حکم غیر قانوني او د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ګڼي.
دغه ایراني دیپلومات جرمني ته د سفر پرمهال نیول شوی، تیر کال یې په خپله محاکمه کې له شاهدي ورکولو ډډه کړې وه او ادعا یې کوله چې هغه دپلوماتیک مصؤنیت لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس