اسرائیل یوه مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا د هیواد د پوځي استخباراتي اهدافو لپاره به د پام وړ اطلاعات راټول کړي.
د اسرائیل د اوفک۱۶ مصنوعي سپوږمکۍ د دوشنبې په ورځ چنګاښ ۱۶ د شاویت په نامه توغندي په واسطه ددې هیواد په مرکزي سیمو کې د پالماچیم هوایي اډې څخه فضا ته وتوغول شوه.
د اسرائیل د دفاع وزیر بني ګانتز، وویل چې اوفک-۱۶ “یوه کشفي سپوږمکۍ ده چې پرمختللي قابلیتونه” لري. هغه وویل: “مونږ به په هره برخه او هر ځای کې د اسرائیل د وړتیاو غښتلي کولو ساتلو ته دوام ورکړو”.
د اسرائیل د دفاع وزیر وویل چې اوفک-۱۶ به لوړ کیفیت لرونکي عکسونه برابر کړي او تمه کیږي چې ددې سپوږمکۍ په وسیله لومړنی اخیستل شوی تصویر راتلونکې اونۍ ترلاسه شي.
اسرائیل د نړۍ د ګوتو په شمېر هیوادونو له ډلې څخه دی چې د استخباراتي سپوږمکیو او د اطلاعاتو د حاصلولو پرمختللی قابلیت لري.
اسرائیل چې دمخه یې په ۲۰۱۶ کال کې د اوفک۱۱ استخباراتي سپوږمکۍ فضا ته لیږلې وه د خپلو سپوږمکیو د فعالیتونو د پراخولو په حال کې دی چې د ایران په څیر د سیالو هیوادونو فعالیتونه وڅاري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس