Home » سیمه او نړی (page 115)

سیمه او نړی

د ايران له لوري د ځمکې مدار ته د سيارې لېږدولو هڅه ناکامه شوه

د ايران دفاع وزارت پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) اعلان کړی، چې د ځمکې مدار ته د سيارې لېږلو په تړاو هڅه ناکامه شوې ده. د دفاع وزارت وياند احمد حسېني ويلي، دغه ماموريت د راکېټ د سرعت کموالي له امله ناکام شوی دی. د نوموړي په خبره په ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد له امله ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي

د شمالي وزيرستان ځايي چارواکو خبر ورکړی چې نن پنج‌شنبه د (مرغومي په ۹مه) سهار مهال دغلته پر پاکستاني پوليسو وسله‌وال بريد شوی او ترڅ کې يې پنځه تنه پوليس وژل شوي دي. دوی زياته کړې چې بريد د مخ‌پټو وسله‌والو له لوري چې پر موتر سايکل سپاره ول، د ...

Read More »

“د اومېکرون چټکې پراختيا له امله د کرونايي سونامي راپورته کېد خبرداری ورکړل شوی”

د روغتيا نړيوال سازمان خبردادری ورکړی چې د کرونا وېروس اومېکرون بڼه د دېلتا هغې په پرته چټکه خورېږي او د دغه سازمان په خبره، که د دېلتا ترڅنګ د اومېکرون په چټکه توګه خورېدل هم دوام وکړي، نو د کرونايي سونامي د راپورته کېدو احتمال شته. دا څرکندونې د ...

Read More »

“پاکستاني سوداګر له ډاره له تحريک طالبان پاکستان سره مالي مرسته کوي”

د نړیوالو سازمان شوو جرمونو پر وړاندې نړیوال نوښت يا (Global Initiative against Transnational Organized Crime) په نوم يوه بنسټ په يوه تازه مقاله کې چې پرون سې‌شنبه د (مرغومي په ۷مه) يې خپور کړی ويلي، تحريک طالبان پاکستان په پښتونخوا کې سوداګر د ګواښنې له لارې دې ته اړ ...

Read More »

ملګرو ملتونو؛ د غندنې ترڅنګ په ميانمار کې د ملکانو وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په ميانمار کې پر ملکي وګړو د بريد وروستۍ پېښه چې د تېرې جمعې په ورځ رامنځته شوه او په کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي، وغندله او دا يې بوږنوونکې غميزه ياده کړه. ملګرو ملتونو پرون سې‌شنبه د (مرغومي په ۷مه) د يوې اعلاميې په ...

Read More »

اسرائيلو د سوريې پر يوه مهم بندر د توغنديو بريد کړی

د سوريې دولتي خبري اژانس خبر ورکړی چې د نن سې‌شنبه (مرغومي په ۷مه) اسرائيلي ځواکونو د دغه هېواد پر مهم لاذقيه بندر څو توغندي ويشتي دي. د راپورونو له مخې په دې بريد کې بندر ته څېرمه د ودانيو په خرابېدو سره مالي زيان اوښتی، خو د ځاني زيان ...

Read More »

اوکراين کې عامو خلکو د روسيې له احتمالي بريد د دفاع په موخه پوځي تمرينونه پيل شوي

په داسې حال کې چې د اوکراين او روسيې ترمنځ پر پوله لا هم لانجې دوام لري، تازه په اوکراين کې د روسيې احتمالي بريد د دفاع په موخه يو شمېر عامو خلکو ته پوځي تمرينونه پيل شوي دي. په دې پوځي تمرينونو کې د پوهنتون محصلان، څېړونکي او ترکاڼان ...

Read More »

پوتين: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د امنيتي تهديدونو اندېښنه پر ځای ده

د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين يو وار بيا د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د امنيتي تهديدونو په اړه اندېښنه ښودلې زياته کړې يې ده، چې ياد تهديدونه د روسيې متحدانو پر وړاندې ننګونه ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر پوتين دا څرګندونې د ...

Read More »

سوماليې ولسمشر د لومړي وزير دنده ځنډولې؛ خو لومړی وزير يې کودتاه بولي

د سوماليې ولسمشر محمد عبداللهي اعلان کړی چې د يو لړ څېړنو په ترڅ کې داسې شواهد موندل شوي، چې ښيي د دغه هېواد لومړی وزير حسېن روبل پر فساد ککړ دی. نوموړي په دې اړه يوه اعلاميه کې چې نن دوشنبه د (مرغومي ۶مه) يې خپره کړې ويلي، څېړنې ...

Read More »

د سعودي په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په يمن کې د هوثيانو پر مرکز هوايي بريد کړی

د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلافي ځواکونو پرون يک‌شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خبر ورکړی چې په يمن کې يې د هوثي وسله‌والو پر مرکز هوايي بريد کړی دی. دې اېتلاف ويلي، تازه هوايي بريد يې په پلازمېنه صنعا کې د التشريفات په نوم د هوثي وسله‌والو د وسلو پر ...

Read More »