Home » سیمه او نړی (page 114)

سیمه او نړی

پاکستان: له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار ۹۴ سنله بشپړ شوی

وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مسئله يو ځل بيا پر جدي بحث بدله شوه، تازه نن چهارشنبه د (مرغومي په ۱۵مه) د پاکستان پوځ اعلان کړی چې له افغانستان سره د يې د ډيورنډ پر ...

Read More »

ناټو غړي هېوادونه د اوکرين وضعيت ارزونې په موخه غونډه کوي

د ناټو سازمان اعلان کړی چې په يوه اوونۍ کې دننه به د دغه سازمان غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران د اوکراين اوسني وضعیت ارزونې په موخه سره جرګه شي. د ناټو سازمان په وينا، ټاکل شوې دا غونډه په انلاين ډول ترسره شي او په کې به د هغو ...

Read More »

محکمې: ايران دې په اوکراينۍ الوتکه کې وژل شويو کانډايانو ته غرامت ورکړي

د کاناډا يوې محکمې د خپلې تازه پرېکړې پر بنسټ د ايران له دولت غوښتي چې په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې د اوکراينۍ الوتکې د نسکورولو په پېښه کې دې د وژل شويو ۶ کاناډايانو خپلوانو ته غرامت ورکړي. محکمې د ايران له دولت غوښتي چې د يادو کسانو خپلوانو ...

Read More »

” چاودنې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې”

په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي. يوې پوځي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، ياده چاودنه د پرون دوشنبه د (مرغومي په ۱۳مه) د ...

Read More »

د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک د سياسي لانجو له امله استعفا وکړه

د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک په دې هېواد کې د واک پر سر د سياسي لانجو او وروستيو لاريونونو له امله پرون يک‌شنبه ناوخته د (مرغومي په ۱۲مه) د خپلې استعفا اعلان وکړ. نوموړي د خپلې استعفا د اعلانولو پرمهال وويل، اړتيا ده چې د سياسي اړخونو ترمنځ يوې ...

Read More »

منظور پښتين: پاکستان دې له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې برابر اقدام وکړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون يک‌شنبه د (مرغومې په ۱۲مه) په کراچۍ کې يوې لويې اعتراضيه ولسي غونډې ته د وينا پرمهال، د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او ګڼ نور نيول شوي پښتان فعالان دې ژر خوشي کړي. ...

Read More »

د جنوبي افرېقا د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی

د فرانسې خبري اژانس د جنوبي افرېقا د چارواکو په حواله  د دغه هېواد پارلمان په ودانۍ کې د اور لګېدنې خبر ورکړی دی. چارواکو ويلي چې اور نن د يک‌شنبې په ورځ سهار مهال لګېدلی دی، خو د لګېدو دليل يې نه دی په ګوته کړی. دامهال د اور ...

Read More »

مولانه فضل‌الرحمن: پاکستان په بشپړه توګه سقوط ته نږدې شوی

د پاکستان حکومت له مخالفو سياسي ګوندونو د جوړ شوي اېتلاف مشر مولانه فضل الرحمن وايي، پاکستان له سياسي او اقتصادي پلوه په بشپړه توګه سقوط کولو ته نږدې شوی دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند جمعيت علماء اسلام يوې غونډې ته ويلي، د تېر په پرتله له ...

Read More »

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کراچۍ کې لويه اعتراضيه غونډه کوي

ټاکل شوې نن يک‌شنبه د جنوري په ۲يمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په کراچۍ کې لويه ولسي او اعتراضيه غونډه ترسره کړي. د يادې غونډې موخه له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښو علي وزير، وېس ابدال او حنيف پښتين په شمول د ډېر شمېر پښتنو ...

Read More »

کولوراډو کې د اور له امله نږدې زر کورونه وېجاړ شوي

د امريکا متحده ايالاتو په کولوراډو ايالت کې د پنجشنبې له ورځې را په دېخوا د اور لګېدنې له امله چې پرون شنبې د (مرغومي تر ۱۱مې) يې دوام درلود، ۹۹۱ کورونه وېجاړ کړي دي. چارواکو ويلي، د پلټنو په ترڅ کې د درو کسانو جسدونه هم په هغو کورنو ...

Read More »