د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د تېرې مارچ میاشتې پر مهال په افغانستان کې د یو شمېر ناروغیو په کچه کې بدلون راغلی دی. د دغه سازمان د موندنو له مخې، د سینهبغل پېښې ۳۳.۱ سلنه کمې شوې دي، خو ملاریا بیا ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. همداراز، د کانګو ...
Read More »په افغانستان کې د سېلابونو له امله بشري مرستو ته اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د وروستیو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو اغېزې لا هم پراخېږي او د زیانمنو خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی. مرستندویه ادارې وایي چې په ځینو سیمو کې لا هم د دقیقو معلوماتو راټولول روان دي، ځکه چې ځينو سيمو ...
Read More »پنټاګون: له افغانستان څخه د وتلو بشپړه څېړنه به ژر خپره شي
د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د وتلو د ارزونې په لړ کې یې د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو مهم پړاو بشپړ کړی دی. د دغه وزارت ویاند شان پرنیل ویلي چې دا ارزونه د ډونالډ ټرمپ په امر پیل ...
Read More »هند افغانستان ته د توبرکلوز د مخنيوي لپاره ۱۳ ټنه واکسين او اړوند طبي توکي مرسته کړي
هند افغانستان ته د نري رنځ (توبرکلوز) د مخنیوي لپاره شاوخوا ۱۳ ټنه واکسین او اړوند طبي توکي مرسته کړي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د سېشنبې په ورځ ویلي، دا مرسته د ماشومانو د واکسین پروګرام د پیاوړتیا او د عامې روغتیا د ملاتړ ...
Read More »اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په هرات کې د جمعې ورځې د خونړي بريد د قربانيانو له کورنيو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. اروپايي ټولنې په خپله اعلاميه کې دا پېښه په کلکه غندلې او ويلي يې دي چې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی ...
Read More »له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه
رویداد خبري اژانس په یوه څېړنیز راپور کې په « ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو وضعیت» څېړلی دی. بشپړ متن: څېړنيز راپور د رسنیز لیدلوري له مخې پشتوDownload
Read More »د پېښور سترې محکمې د يوې افغانې کورنۍ د ایستلو مخه نیولې
د پېښور سترې محکمې د جمعې په ورځ په یوہ لنډمهالي حکم کې د پاکستاني پولیسو له خوا د یوې افغانې کورنۍ د ایستلو مخه ونیوله.دا پرېکړه په داسې حال شوې چې یادې کورنۍ درېیم هېواد ته د تګ لپاره خپله د کډوالۍ دوسیه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي ...
Read More »د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. د دې ادارې په وینا، یادې کورنۍ اوس له جدي بشري ستونزو سره مخ دي او ...
Read More »په ۱۴۰۴ کال کې زرګونو کسانو ته د کاغذي تذکرو خدمات وړاندې شوي
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېر ۱۴۰۴ کال دکابل په کچه ۲۷۵ زره او ۳۵۹ کسانو ته د کاغذي تذکرو خدمتونه وړاندې کړي دي. د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۲ زره او ۶۰۲ نویو کاغذي تذکرو او د ۱۰ زره او ۶۲۳ ...
Read More »ملګري ملتونه: ناچاودېدونکي توکي هره ورځ په افغانستان کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی، چې افغانستان لا هم د ناچاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو له پلوه د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ډېر قربانیان لري، او هره میاشت پکې له پنځوسو ډېر کسان وژل کېږي یا ټپیانېږي. د یوناما د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس