Home » افغانستان (page 168)

افغانستان

کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل؛ خو په ولايتونو کې ځنډېدلی

د پاسپورټ عمومي رياست د مهال‌وېش پر بنسټ، ټاکل شوې چې نن دوشنبه په کابل کې له څو ورځني ځنډ وروسته د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پيل شي. د پاسپورټ عمومي رياست مسوولان وايي، دغه ځنډ په تخنيکي وسايلو کې د سرسري ستونزو له امله رامنځته شوی و او ...

Read More »

سېګار: افغانستان کې د روغتيايي متخصصانو کمښت مخ پر زياتېدو دی

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړی سرمفتش يا سېګار وايي، افغانستان له کلونو راهيسې د روغتيا سکټور د مؤثرو فعاليتونو وړاندې کولو په برخه کې د متخصصانو له کمښت سره دی. دې ادارې پرون ‌شنبه د (کب په ۲۱مه) خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان روغتيا سکټور ...

Read More »

کډوالو اداره: يوازې تېر کال په افغانستان کې ۱.۳ ميليونه کسان بې‌ځايه شوي

د کډوالو نړيواله اداره يا IOM وايي، په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله په وروستيو کلونو کې لږ تر لږه ۶ ميليونه افغانان په کور دننه له خپلو مېنو بې‌ځايه شوي دي. دغې ادارې په دې اړه خپل تازه راپور کې چې پرون شنبه ناوخته د (کب په ...

Read More »

کاملوف: په افغانستان کې د سولې پايښت د سيمې پر هېوادونو مثبت اغيز لري

د ازبېکستان بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې تامين ته لېوال دی او په دې برخه کې يې تل د خپلې وسې مطابق رغوونکې هڅې کړي دي. نوموړي چې نن شنبه د (کب په ۲۱مه) يې د ترکيې انتاليا ډيپلوماسۍ غونډې ته خبرې ...

Read More »

متقي: هڅه کوو چې د خلکو له غوښتنې سره سم حکومت نور هم ټول‌شمول شي

د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي وايي، د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې د افغانانو او نړيوالو له غوښتنو سره اوسنی حکومت نور هم ټول‌شمول شي. نوموړي چې نن شنبه د (کب په ۲۱مه) يې د ترکيې انتاليا ډيپلوماسۍ غونډې ته خبرې کولې وويل، افغانستان له نړۍ ...

Read More »

جاپان د روغتيا په برخه کې له افغانستان سره ۳ ميليون ډالرو مرسته کوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف وايي، ټاکل شوې چې جاپان له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې ۳ ميليون ډالره مرسته وکړي. يونېسف زياته کړې چې د جاپان له لوري له افغانستان سره دغه کېدونکې مرسته به د ماشومانو روغتيا پر بېلابېلو برخو لکه ...

Read More »

هلمند کې د سرګلولې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ۷ غړي ټپيان شوي

د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په مارجې ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګولولې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ګڼ غړي ټپيان شوي دي. دوی زياته کړې چې ياده چاودنه نن له غرمې وړاندې په يوه کور کې شوې ده او له امله يې د همدې کورنۍ ...

Read More »

نيويارک ټايمز: د حکومت له ملاتړ پرته ښايي په واشنټن کې د افغانستان سفارت وتړل شي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دامهال په واشنګټن کې د افغانستان سفارت، د افغانستان نوي حکومت له لوري نه تمويلېږي او زياتوي چې د خپل هېواد له ملاتړ پرته ښايي وتړل شي. د راپور له مخې، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دامهال د خپلو عادي لګښتونو د پوره ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې د بشري حقونو خونديتوب او ملي مشارکت لپاره زيات کار ته اړتيا ده

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وسټ وايي، د انتاليا ډيپلوماسۍ فورم د غونډه په لومړی ورځ يې د اسلامي امارت پلاوي په شمول، د ګڼو هېوادونو له استازو سره او بهرنيو چارو وزيرانو سره ليدلي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، مقابلو لورو سره ...

Read More »

قرېشي: نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره د بشري مرستو کړې ژمنه عملي کړي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، چې نن پنج‌شنبه د (کب په ۱۹مه) يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ له مشرې ميشل باشلې سره د افغانستان او پاکستان بشري وضعيت په اړه خبرې کړي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ...

Read More »