په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او دغه راز په نيويارک او لاس انجلس کې د افغانستان قونسلګيرۍ رسما پرون چهارشنبه د (کب په ۲۵مه) وتړل شوې. په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د تړل کېدو پرېکړه د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله شوې ده. د افغانستان سفارت ډيپلوماټانو ...
Read More »مالېزيا له افغانستان د ۱.۶ ميليونه ډوز کرونا واکسين مرسته کوي
مالېزيايي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان د کرونا پر وړاندې د امکاناتو کموالي له امله پڅې مبارزې ته په پام سره به، په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د کرونا واکسين مرسته ولېږي. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مرستيال داتوک قمرالدني جعفر ويلي، هېواد يې په پام ...
Read More »د مطرحو افغان سياسيونو د بېرته راستنولو لپاره ځانګړی کمېسيون جوړ شو
حکومت په يوه تازه اقدام کې د هغو مطرحو سياسي څېرو د بېرته راستنو لپاره د اړيکو او بېرته راستنېدنې کمېسيون جوړ کړ، چې د تېر حکومت د سقوط پرمهال يې هېواد پرېښی. د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست شهابالدين دلاور په مشرۍ دغه کمېسيون نن چهارشنبه د (کب ...
Read More »تر راتلونکي اګسټ به اسناد لرونکي افغانان له ابوظبۍ امريکا ته ولېږدول شي
ټاکل شوې تر راتلونکې مياشتې د متحده عرب اماراتو له ابوظبۍ ښار هغه افغان کډوال امريکا ته ولېږدول شي، چې امريکا ته د تګ قانوني اسناد لري. د ابوظبۍ په پنډغالي کې ځينو افغان کډوالو رسنيو ته ويلي، په نوموړي ښار کې د امريکا له قونسلګيرۍ يې ډاډ ترلاسه کړی ...
Read More »نړيوال بانک: په افغانستان کې ۷۰ سلنه کسان خپلو کورنيو ته د ډوډۍ په رسولو کې ستونزه لري
نړيوالو بانک د يوې هغې ترسره شوې څېړنې پايلې خپرې کړې چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي وضعيت او لوږې کچې د مالومولو په موخه يې کړې ده. د دغه بانک موندنې ښيي چې دامهال په افغانستان کې ۷۰ سلنه هغه کسان چې د کورنيو سرپرستي يې په غاړه ...
Read More »کراچۍ کې د پاکستاني پوليسو له لوري د يوه ځوان وژنې خلک پارولي
پاکستاني پوليسو د مارچ په ۱۴مه خبر ورکړی و چې د عملياتو په ترڅ کې يې يو کس چې له ترهګرو سره يې اړيکې لرلې وژلی دی. خو له دې يوه ورځ وروسته پوليسو اعلان وکړ چې وژل شوی ځوانان ترهګر نه، بلکې عادي کس و. دې کار په کراچۍ ...
Read More »مکېنزي: طالبانو له واک ته رسېدو سره د داعش-خراسان جنګياليو شمېر دوه برابره شوی
د امريکا مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مکېنزي د داعش خراسان ډلې فعاليتونو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا ډله په افغانستان کې د لويو بريدونو د ترسره کولو وړتيا لري. نوموړي پرون سېشنبه د (کب په ۲۵مه) د امريکا کانګرېس غړيو ته په يوه بيان ...
Read More »“نن په امريکا کې د افغانستان سفارت تړل کېږي”
د جرمني خبري اژانس په امريکا کې د افغانستان سفارت سرچينو په حواله خبر ورکړی، چې ممکن نن چهارشنبه د (کب په ۲۵مه) په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او لاس انجلس او نيويارک کې د افغانستان قونسلګيرۍ وتړل شي. دې اژانس په خپل راپور کې د افغانستان سفارت د ...
Read More »پخواني ولسمشر کرزي؛ پښتون قومي جرګه د ستونزو هواري لپاره اغېزمن ګام بللی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قومي جرګې له ترسره کېدو هرکلی کړی او دا جرګه يې په افغانستان او سيمه کې د ستونزو د هواري لپاره نېک او اغېزناک ګام بللی دی. نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې نن سېشنبه د ...
Read More »پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د حنيف پښتين خلاصون په موخه پرلت پيلوي
ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان نن سېشنبه ماسپښين مهال د (کب په ۲۴مه) د خيبرپښتونخوا په بنو کې له زندان څخه د نوموړي غورځنګ مخکښ غړي حنيف پښتين د خلاصون په موخه پرلت پيل کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د بنو پرلت به ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس