د کندهار ځايي چارواکو خبر ورکړی چې پرون جمعه د (کب په ۲۷مه) په دې ولايت کې د هاوان يوې سرګلولې د چاودنې له امله ۴ ماشومانو ژوند بايللی. د کندهار امنيه قومندانۍ د رسنيو مسوول محمد اصف حکيمي رسنيو ته ويلي، چې پېښه د دغه ولايت په شاه ولي ...
Read More »پنجشېر کې ځيني نظامي مسوولان د والي لرې کيدل غواړي
له پرون جمعې ورځې د (کب ۲۷مې) راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د پنجشېر امنيت امر حميد خراساني ته منسوبه وېډيو لاس په لاس کېږي او نوموړی په کې د پنجشېر والي مولوي قدرتالله له کړنو شکايت کوي. نوموړي ويلي چې د والي په تړاو يې يو شمېر پېښې د ...
Read More »خوړو نړيوال سازمان: افغانستان کې دخوراکي او سون توکو بيه ۴۰سلنه لوړه شوې
د خوړو نړيوال سازمان خبر ورکړی چې په اوکراين کې د جګړې دوام د دې سبب شوی چې په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بيې لوړې شي. د دې سازمان وياند شيلي تکرال پرون جمعه د (کب په ۲۷مه) روېټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د اتو مياشتو ...
Read More »“درېيو مياشتو کې ۱۳زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي”
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه په يوه تازه راپور کې ويلي، چې لا هم په افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک کاف خوړو ته لاسرسی نه لري او همدا سبب شوی چې ۳.۵ ميليونه ماشومان خوړو ته جدي اړتيا پيدا کړي. ...
Read More »امريکا: له رسنيو سره د ط.البانو چلند د دوی له ژمنو سره په تضاد کې دی
وروسته له هغې چې د اسلامي امارت استخباراتو په يوه تازه اقدام کې د طلوع نيوز ټلوېزيون د خپرونو رئيس خپلواک ساپی، د خپرونو وياند بهرام امان او د دغه ټلوېزيون حقوقي سلاکار ونيو، ورسره له رسنيو او خبريالانو سره د اسلامي امارت پر چلند نيوکې زياتې شوې. د افغانستان ...
Read More »کرزی: د سياسيونو د راستنولو کمېسيون جوړول د تلپاتې سولې لپاره مهم دی
پخواني ولسمشر حامد کرزي د سرپرست حکومت له لوري د افغانستان له مطرحو سياسونو سره د اړيکو او بيا راستنولو په موخه د ځانګړي کمېسيون له جوړولو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د نوموړي کمېسيون جوړول د تلپاتې سولې او ثبات د تامين په برخه کې غوره اقدام ...
Read More »ملګري ملتونه په افغانستان کې د يوناما ماموريت د دوام او نه دوام په اړه پرېکړه کوي
ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د (کب په ۲۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندويه ماموريت يا يوناما د دوام او يا هم نه دوام په اړه پرېکړه وکړي. فرانس پرېس اژانس په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، ناروې چې د امنيت ...
Read More »ملا حسن اخند: جګړې د بنسټونو ترڅنګ چاپېريال هم زيانمن کړی
رئيسالوزرا محمد حسن اخند وايي، د خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره اړتيا ده چې د چاپېريال ساتنې ته جدي پاملرنه وشي. نوموړي چې نن پنجشنبه د (کب په ۲۶مه) په ارګ کې د نيالګي کېنولو مراسمو کې ګډون کړی و وويل، په تېرو شلو کلونو کې جګړې نه يوازې ...
Read More »“كابل کې له ۲زره زيات کسان د ترهګرۍ او جرايمو په تور نيول شوي”
د کابل امنيه قومندانۍ نن پنجشنبه د (کب په ۲۶مه) د تېرو شپږو مياشتو په ترڅ کې خپلې ترلاسه کړې لاسته راوړنې رسنيزې کړې. د چارواکو په خبره په ياده موده کې يې د کابل اړوندو امنيتي حوزو او د ولسواليو امنيه قومندانيو له لوري په ترسره شوو عملياتو کې ...
Read More »امريکا افغان کډوالو ته د لنډمهالې اوسېدونې او کار کولو اجازه ورکړه
امريکايې چارواکو په دې هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د لنډمهالې اوسېدنې او دغه راز د لنډمهال لپاره د کار کولو اجازه ورکړه. روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امريکا کورني امنيت ادارې يا DHS د چهارشنبې په ورځ ويلي، د لنډمهال لپار د خونديتوب له دې پروګرام ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس