Home » سیمه او نړی (page 134)

سیمه او نړی

امريکا کې د تور پوستي جورج فلويډ قاتل پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو

د امريکا په مينسوټا ايالت کې هغه سپين پوستی پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو، چې د جورج فلويډ په نوم تور پوستی ځوانان يې وژلی و. د مينسوټا ايالت قاضي پيټر کايل چې پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۴مه) يې ياده پرېکړه اوروله وويل، د ...

Read More »

د اروپایي ټولنې مشران نن په خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو غږېږي

رویداد خبري آژانس

د اروپایي ټولنې مشران به خپله سرمشریزه کې چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه نېټه) پیلېږي او دو ورځې به دوام وکړي. له روسیې سره د اړیکو د پاللو په اړه پر نوي ستراتیژي او د هنګري د همجنسپالانو او نورو جنسیتي اقلیتونو د نوي لانجمن قانون په اړه خبرې ...

Read More »

د شمالي وزيرستان جانې‌خېلو اوسېدونکي اسلام‌اباد ته پر لاريون روان شول

د شمالی وزیرستان د جانې خېلو اوسېدونکي له ۲۳ ورځني پرلت وروسته نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۲مه) په اعتراضيه ډول د اسلام‌اباد پر لور روان شول. دغه اعتراض کوونکي چې شمېر يې زرګونه تنه دی ادعا کوي، د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنيو ...

Read More »

ملګري ملتونه نن د سوریې پر بشري وضعیت خبرې کوي

رویداد خبري آژانس

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه نېټه) د سوریې پر بشري وضعیت خبرې وکړي. په دې ترڅ کې به سوریې ته د ترکیې له لارې د دې مرستو د رسولو په اړه چې روسیه مخالفت ورسره کوي هم خبرې وشي. امنیت شورا تېر ...

Read More »

د پاکستان په لاهور کې زوروره چاودنه شوې

د پاکستان پنجاب ايالت مرکز لاهور ښار زورورې چاودنې لړزولی. د لومړنيو راپورونو له مخې چاودنه نن د (چنګاښ په ۲مه) غرمه مهال د لاهور جوهر ټاون سيمه کې د احسان ممتاز روغتون مخې ته شوې ده. د پنجاب پوليسو هم چاودنه تائيد کړې او ويلي يې دي، د چاودنې ...

Read More »

په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹۰ سلنه کمې شوې

رویداد خبري آژانس

د هندوستان د روغتیا وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د واکسین په وېش سره په هند کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی او د تېرو میاشتو په پرتله شاوخوا ۹۰ سلنه کموالی ښيي. دغه چارواکي وایي چې همدا اوس ...

Read More »

روسیه کې د امریکا سفیر روانه اوونۍ مسکو ته ستنیږي

رویداد خبري آژانس

ټاکل شوې چې په روسیه کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان سولیوان په روانه اوونۍ کې بېرته مسکو ته ستون شي. سولیوان نژدې دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه له مسکو څخه ووت چې د متحده ایالاتونو او روسیې په اړیکو کې کړکېچ زیات شو. د امریکا د بهرنیو ...

Read More »

سپینه ماڼۍ: جو بایډن د ایران له نوي ولسمشر سره د لیدنې پروګرام نه لري

رویداد خبري آژانس

سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن د ایران له نوي ولسمشر سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري. دا خبره د سپېنې ماڼۍ ویاندې جین ساکي بېګا د ایران د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي د خبرو په غبرګون کې وکړه چې ویلي یې و له جو بایډن ...

Read More »

په يمن کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف او هوثي وسله‌وال هوکړې ته نږدې شوي

ځينو چينو خبر ورکړی چې په يمن کې د دغه هېواد د اړخونو په شمول د سعودي عربستان په مشرۍ نظامي اېتلاف، له هوثي وسله‌والو سره په خبرو کې د سولې هوکړې ته نږدې شوی دی. يادو خبرو ته نږدې سرچينو رسنيو ته ويلي، د سعودي په مشرۍ د اېتلاف ...

Read More »

اسرائيل په عربي اماراتو کې خپل سفارت پرانيزي

د اسرائيلو بهرنيو چار وزارت اعلان کړی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي د بهرنيو چارو وزير يار لاپيډ متحده عربي اماراتو ته د دوه اړخيزه اړيکو د پراختيا په موخه سفر وکړي. د يار لاپيډ له دفتر څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، نوموړی به ...

Read More »