طالبانو نن د هغو پوښتنو او څرګندونو په اړه رسماً خپل دریځ څرګند کړی دی چې ځینې وګړو د یادې ډلې له لوري د اسلامي نظام د جوړولو په تړاو مطرح کړې وې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د سپتمبر۱۹ (وږي ۲۹) پر خپل ټويټر د یو ...
Read More »ډونالډټرمپ: طالبان ځيرک او پیاوړي خلک دي ځکه ورسره امریکا ښه چلند کوي
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، طالبان ډېر ځيرک او پياوړي خلک دي ځکه ورسره امريکا ښه چلند کوي. د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي پرون په امريکا کې يوې غونډې ته ويلي:”له طالبانو سره زمونږ چال چلند په ښه توګه روان دی، هغوی ډیر ځیرک او ...
Read More »نن هم د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډله پر طرزالعمل بحثونه کوي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، نن هم د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو له منځه جوړه شوې د تماس ډله د خبرو لپاره د طرزالعمل پر جوړولو خپلو بحثونو ته دوام ورکوي. د دغه وزارت ويانده ناجيه انوري وايي، تر یوې ورځې دمې وروسته ...
Read More »ناپېژندو وسله والو د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال وژلی
ناپېژندو وسله والو د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال په یو وسله والو برید کې ووژل شو. د راپورونو له مخې نن شنبه د سپتمبر ۱۹ (وږي ۲۹) مخې له غرمې شاوخوا پنځه بیجې د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ولایتي شورا پر مرستیال ایوب غروال برید ...
Read More »د امریکا د استازو جرګې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته لیک لېږلی
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته په یو لیک کې د افغان ښځو پر امنیت اندېښنه ښودلې ده. په دې لیک کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې مشرعبدالله عبدالله ته ویل شوي چې له افغان مخکښو ښځو، میندو، نجونو ...
Read More »افغان ولسمشر یو ځل بیا له طالب وسله والو د اوربند غوښتنه کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي دي او باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راکمه کړل شي. ولسمشر غني په دغه خبرپاڼه کې ...
Read More »روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کوویدـ۱۹ ۲۲ تازه پېښې ثبت شوې
دافغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. تازه ثبت شوې پېښې په بلخ، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي. له تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ...
Read More »رونالډ کوبیا:طالبان دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي
اروپايي ټولنه وايي، طالبان بايد د سیاسي عمل وړتیا وښيي، نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا پر خپل ټوېټر ليکلي:د خبرو اترو د نوي فصل په پيلېدو سره، دا د تل لپاره سوداګري نه شي کېدای، طالبان ...
Read More »روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۱۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۶۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۱۷ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره ...
Read More »د دفاع وزیر:د سولې د خبرو ملاتړی یم، خو جګړې ته هم بشپړ تیاری لرو
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وایي د سولې له خبرو سره هممهاله د خونړیو جګړو دوام د منلو وړ نه دی. نوموړي نن پنجشنبې د سپتمبر۱۷( وږي۲۷) په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل دی هیله لري چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس