په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما ماموریت په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۵ مې د یو کال لپاره نور هم وغځول شو. یاده پرېکړه پرون سې شنبه سپټمبر۱۵ د (وږي۲۶) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې شوې ...
Read More »د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته تللی
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اتمر به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، ددغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او ...
Read More »ډاکټر نعیم:مذاکراتو لپاره اجنډا لرو چې په هغه کې د راتلونکې نظام جوړښت هم شامل دی
د طالبانو مذاکراتي ټیم وایي چې د حکومت پر جوړښت یې بحثونه په اجنډا کې شامل دي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم له طلوع نیوز سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې ...
Read More »کنوال سیبل:که طالبان په زور واک ته ورسېږي پر سیمه به منفي اغیز وکړي
یوه پخواني هندي ديپلومات کنوال سیبل ویلي هند په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او دغه راز د پاکستان له اقداماتو اندېښنه لري. دده په خبره طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي او د پاکستان او هند ترمنځ کشمکش به د اسلام اباد له لوري د هند پر ...
Read More »ولسمشرۍ ماڼۍ:سي بي ایس سره د طالبانو خبرې ناهیلي کوونکې دي
له سي بي ایس نیوز سره د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو وروستۍ خبرې د سولې روحیې خلاف بللې دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو دا خبرې چې غواړي د افغان ځواکونو مسوولیت پر غاړه واخلي، د سولې روحیې خلاف دي. هغه زیاته کړې، د طالبانو ...
Read More »خلیلزاد له جای شنکراو اجیت دووال سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو بحثونه کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو په لړ کې پرون له پاکستانه هند ته تللی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد تېره ورځ ناوخته دغه هیواد ته سفر کړی او د ...
Read More »روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا وبا ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۵۵ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده ...
Read More »ایران له روان بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی
ایراني حکومت د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو ملاتړ کړی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره ټلیفوني خبرې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په ...
Read More »ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دایمې اوربند پرراتلو ټینګار کړی
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د رایو په اکثریت هغه پرېکړهلیک تایید کړی چې له مخې یې دوی د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د دایمي اوربند پر راتلو ټینګار کړی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، په افغانستان کې دې روانه جګړه پای ته ورسېږي ...
Read More »افغان ولسمشر له جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې کړې
ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه د سپتمبر ۱۴ (وږي ۲۴) د اروپایي ټولنې د بهرنيو اړیکو له مشر جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې کړې دي. له ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشرغني له سولې پروسې، د جمهوریت ازښتونو، او سرتاسري اوربند څخه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس