د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۴۵ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت ...
Read More »عبدالله:د سولې خبرو سره هم مهاله د تاوتریخوالي دوام افغانانو ته د منلو نه دی
د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، هیله لري چې په دوحه کې روانې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې د کلونو خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي چې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا انلاین ناستې ته یې خبرې کولې وویل، له بده مرغه ...
Read More »جلال اباد کې د یوه ځانمرګي په ګډون د داعش ډلې څلور مهم غړي وژل شوي
د جلال اباد ښار کې د یوه ځانمرګي په ګډون د داعش ډلې څلور مهم غړي وژل شوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاني وایي، چې بیګا شپه ملي امنیت ځانګړې قطعې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ...
Read More »ټرمپ: ډېر ژر به له افغانستانه خپل پوځیان هېواد ته راستانه کړو
امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دغه هېواد به ډېر ژر افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به خپل هېواد ته ور ستانه کړي. نوموړي پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په يوه وېډيويي پيغام کې وويل، امريکا په افغانستان کې د سوله د راوستونکې په توګه خپل ...
Read More »خليلزاد: د افغان ښځو حقوق ارزښت لري او د هغو ملاتړ کوو.
د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د متحده ایالاتو د کانګرس په استماعیه غونډه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړوند د امریکایي وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل؛ هغه استماعیه غونډه چې تر ډیره حده د افغان ښځو د حقونو په ...
Read More »افغان ولسمشر: د طالبانو تاوتریخوالي هېڅ مشروعیت نه لري
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې تړلی. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشر غني پرون سه شنبې سپټمبر۲۲ (تلې۱) د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیوجان سره په لیدنه کې وویلي چې د طالبانو تاوتریخوالي هېڅ ...
Read More »د کورنیو چارو وزارت:طالبانو تېرو شپږو میاشتو کې ۳ نیم زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۳ نیم زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو بریدونو پر مهال درې زره او ۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ...
Read More »لغمان کې هم د سولې نړیواله ورځ ونمانځل شوه
لغمان کې د سولې نړیواله ورځ ونمانځل شوه. نن سه شنبه د سپتمبر ۲۲ (تلې لومړۍ) د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار په ګډون د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ځوانانو په شتون کې ونمانځل شوه. د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج ...
Read More »ولمسشرغني: اوربند زموږ لپاره لومړیتوب لري
ولسمشرغني وايي په هرو څو میاشتو کې په یو وخت د بحران له څو عاملونو سره مخ یو،ولې اوربند زموږ لپاره یو بېړنی او روښانه لومړیتوب دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي نړیوال دې د تېرو ۱۹کلونو لاس ته راوړنو په ساتلو کې له افغانانو سره همکاري وکړي د ...
Read More »د ولسمشر د لومړي او دویم مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو د طالبانو غبرګون
طالبانو د ولسمشر د لومړي او دویم مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی. د طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد نن سه شنبه د سپتمبر ۲۲ (میزان ۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،چې د ولسمشر غني مرستیالان د یوه خاص پلان له مخې د دوی پرضد پروپاګند ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس