Home » سیمه او نړی (page 125)

سیمه او نړی

باجوړ کې چاودنې څلور پاکستاني پوځيان وژلي

د قبايلو په باجوړ اېجنسۍ کې د پاکستان پر پوځ او پوليس غبرګې چاودنې شوې چې پوازي په يوه چاودنه کې ۴ تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د ځايي چارواکو خبره لومړنۍ چاودنه پرون د چهارشنه د (تلې په ۲۸مه) مازدېګر مهال د باجوړ په بانډه‌ګۍ سيمه کې د ...

Read More »

هند کې د سېلابونو راوتو له امله لږ تر لږه ۳۴ تنه مړه شوي

په هند کې له څو ورځو را په دېخوا د سختو بارانونو له امله سېلابونه را وتلي چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې خلکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د يادو سېلابو په نتيجه کې ۳۴ تنه مړه شوي او دغه ...

Read More »

د عربي اماراتو په صنعتي ښار جبل علي په يوه کار ځای کې اور لګېدلی

العربيه ټلوېزيون خبر ورکړی چې د عربي متحده امارتو ستر صنعتي ښار جبل علي په يوه کار ځای کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. که څه هم د دې ټلوېزيون په راپور کې د اوښتي مالي زيان په اړه څه نه ويل شوي، خو ويل شوي دي چې اورلګېدنې زياته ...

Read More »

بلاروس حکومت له خپل هېواد د فرانسې سفير وشړه

بلاروس حکومت په دې هېواد کې د فرانسې سفير ته د نن دوشنبې تر ورځې مهلت ورکړی و څو له بلاروس ووځي او بېرته خپل هېواد ته ورستون شي. چارواکو د دغه کار لامل د فرانسې سفير له لوري، د وبلاروس ولسمشر الکسانډر لوکاشينکا ته د خپلې اعتبارنامې نه وړاندې ...

Read More »

پاکستان په خپل هېواد کې د چينايي وګړو خونديتوب لپاره ځانګړې قطعه جوړوي

پاکستان چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې به د چينايي وګړو د امنيت خونديتوب په موخه د پوليسو ځانګړې قطعه جوړه کړي. دغه پرېکړه داسې مهال شوې چې پاکستان کې پر چينايي وګړو بريدونه زيات شوي دي. ياده قطعه به پر پاکستان سربېره په پښتونخوا کې هم د ...

Read More »

پيسو نړيوال وجهي صندوق د پاکستان له لوري د پور اخيستو وړانديز رد کړ

د پيسو نړيوال وجهي صندوق يا IMF له پاکستان سره پر دوو اونيو مذاکراتو سربېره هم د دغه هېواد هغه وړانديز ته د رد ځواب ورکړی، چې له مخې يې پاکستان غوښتل له نوموړي صندوق يو مېليارد ډالر پور کړي. د پاکستان اکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستاني مرکچيان ...

Read More »

ميرکل د وروستي ځل لپاره له اردوغان سره پر دوه اړخيزه همکاريو غږېدلې

د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې يې د لومړۍ وزيرې په توګه ماموريت پای ته ورسېږي، د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره لېدلي دي. نوموړې له ادروغان سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د جرمني او ترکيې ترمنځ اوسنۍ ...

Read More »

پاکستان کې د پوځ او حکومت ترمنځ د ISI مشر ټاکلو پر سر د ناندريو دوام

وروسته له هغې چې د پاکستان پوځ نديم احمد انجم د دغه هېواد د استخباراتي ادارې يا ISI د مشر او دغه راز يې د يادې ادارې مخکينی رئيس فېض حميد د پېښور قول اردو قومندان په توګه اعلان کړل، ورسره سم ملکي حکومت او پوځ ترمنځ د درز رامنځته ...

Read More »

کراچۍ محکمې منظور پښتين او محسن داوړ د پاکستان پوځ ته په سپکاوي تورن کړي

د پاکستان په سند ايالت کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين، د جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر نور غړي له دې امله پر جرم تورن بللي، چې د پاکستان پوځ او امنيتي ځواکونو پر وړاندې ...

Read More »

مکرون: فرانسه او تاجستان د افغانستان په اړه ګډې اندېښنې لري

د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو په افغانستان کې د موجوده وضعيت او دغه راز د ياد وضعيت په ترڅ کې د پېښېدونکو احتمالي عواقبو په اړه خبرې کړې. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرونه ويلي، تاجکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري او دا دې سبب شوې چې فرانسه او ...

Read More »