Home » سیمه او نړی (page 123)

سیمه او نړی

د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ واده شوه

د ماشومانو د زده‌کړو د برخې فعاله او د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د واده کېدو خبر ورکړی دی. نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې د واده انځورونه هم خپاره کړي دي. ملالې له خپلو انځورونو سره لېکلې چې واده يې د سې‌شنبې د (لړم په ۱۸مه) ...

Read More »

د نېجر په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې له امله ۲۶تنه زده‌کوونکي وژل شوي

د نېجر هېواد په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې پېښې له امله، لږ تر لږه د ښوونځي ۲۶ تنه زده‌کوونکي وژل شوي دي. پېښه پرون دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) د دغه هېواد مارادي ښار کې رامنځته شوې ده. د فرانسې خبري اژانس د دغه ښار د ښاروال چايبو ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د چاودنې له امله پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د شمالي وزيرستان ځايي چارواکي خبر ورکوي چې نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۶مه) د پاکستاني پوځيانو پر موټر درنه چاودنه شوې او په کې يادو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د چارواکو په خبره چاودنه د شمالي وزيرستان اړوند په ګړيوم سيمه کې د خښ شوي ماين له امله ...

Read More »

د عراق لومړی وزير د ترور له هڅې ژوندی وتلی

د عراق وسله‌والو ځواکونو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د لومړي وزير مصطفی الکاظمي پر کور د بې‌پيلوټه الوتکې بريد شوی، خو نوموړی له يادې پېښي ژوندی وتلی دی. که څه هم تر اوسه د الکاظمي د ټپي کېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو روېټر خبري ...

Read More »

د امريکا کانګرېس د بنسټيزو پروژو پلي کولو لپاره ۱.۲ ټريليون بوديجه تصويب کړه

د امريکا کانګرېس پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۱۴مه) په دغه هېواد کې د بنسټيزو پروژو د پلي‌تابه په موخه، د ۱.۲ ټريليونو په ارزښت بوديجه تصويب کړه. په يادو بنسټيزو پروژ کې چې د تازه تصويب شوې بوديجې پر بنسټ به تطبيق کېږي د سړکونو، پلونو او بندرونو ...

Read More »

روسيې په جرمني کې د خپل يوه ډيپلوماټ د مړي موندل غميزه بللې

د جرمني شپېګل مجلې راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه برلېن کې د روسيې سفارت ترمخې، د يوه روسي ډيپلوماټ مړ جسد موندل شوی دی. د راپور له مخې، د جرمني بهرنيو چارو وزارت دا موضوع خصوصي بللې او زياته کړې يې ده چې د ياد روسي ډيپلوماټ ...

Read More »

روسيه: افغانستان ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ نه دی

روسي چارواکو د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرکندونو کې ويلي، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دې هېواد ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ عمل نه دی. د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا نن پنج‌شنبه د (لړم په ۱۳مه) خبريالانو ته ويلي، امريکا ...

Read More »

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۲ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمير په سوډنوټي سيمه کې يو مسافر وړونکی بس موټر له سړک څخه کندې ته پرې‌وتی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه په کې مړه شوي دي. د کشمير ځايي چارواکو ويلي، چې په بس موټر ...

Read More »

اېتوپيا حکومت په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی

د اېتوپيا حکومت له دې کبله چې د ټېګري وسله‌والو پر وړاندې د منظمې جګړې او دغه راز د يادې ډلې له لوري پلازمېنې اديس ابابا ته متوجه خطر له منځه يووسي، په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. په دغه شپږ مياشتني بېړني حالت کې د يو ...

Read More »

پاکستان کې د تحريک لبېک او پوليسو ترمنځ نښتې له امله ۴ پوليس وژل شوي

په پاکستان کې د تحريک لبېک مذهبي ډلې او حکومت ترمنځ له څو ورځنيو مذاکراتو ناکامېدو وروسته، پرون چهارشنبه د (لړم په ۵مه) د يادې ډلې سلګونه پلويانو بيا د اسلام‌باد په لور اعتراضيه حرکت پيل کړه. اسلام‌اباد ته تګ پرمهال د لاهور شيخپوره په لويه لار د اعتراض کوونکو ...

Read More »