Home » افغانستان (page 228)

افغانستان

چین؛په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې او ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کړی

چین یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې او ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کړی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون د جمعې په ورځ ( دچنګاښ ۲۵مه نېټه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشرغني د چين له ولسمشر شي جین پینګ سره تلیفوني خبرې کړي ...

Read More »

نادري: طالبانو ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ له منځه وړي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رییس او د سولې د مذاکراتي پلاوي غړي احمد نادر نادري وایي، وسله والو طالبانو په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ ادارې ودانۍ له منځه وړي دي. دا خبره احمد نادر نادري نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه نېټه) په کابل ...

Read More »

کرزي؛له عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټلفوني خبرې کړې دي. د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري نن پنجشنبه (د چنګاښ۲۴مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې د جدي او ...

Read More »

برېتانیا ددفاع وزیر:په افغانستان کې مو شل کلن ماموریت بریالی و

رویداد خبري آژانس

د برېتانیا ددفاع وزیر بن والېس په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت بریالی و او القاعده شبکه یې ختمه کړې ده. دده په خبره القاعده شبکه اوس په هغه حد کې نه ده چې پر امریکا او متحدینو یې ...

Read More »

چین وایي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي

رویداد خبري آژانس

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په پلازمینه دوشنبې کې کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، افغان سولې او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي ...

Read More »

عبدالله:سوله غواړو خو د ټپل شوې جګړې پر وړاندې کرار نه کېنو

رویداد خبري آژانس

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې په هر ډول شرایطو کې به د سولې دروازې خلاصې وي خو زیاتوي چې د تپل شوې جګړې پر وړاندې هم په کرار نه کېني. عبدالله عبدالله نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه نېټه) په کابل کې یوې غونډې ته ...

Read More »

هند:په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې باید ختمې کړل شي

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې باید ختمې کړل شي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ دي ...

Read More »

امریکا:له افغانستان د ځواکونو د اېستلو بهیر ۹۵ سلنه بشپړه شوې

رویداد خبري آژانس

امریکا وايي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ پرون د سې شنبې ورځ (د چنګاښ ۲۲مه نېټه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی له افغانستان د ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او دمګړی د وتلو ...

Read More »

المان:د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکوو

رویداد خبري آژانس

جرمني د افغان حکومت هغه غوښتنه نه ده منلې چې ګواکي رد شوي افغان کډوال دې تر درېیو میاشتو نه وباسي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت درې ورځې وړاندې له اروپایي هېوادونو نه وغوښتل چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو اجباري اېستل ...

Read More »

افغان حکومت د اروپایي هېوادونو نه غوښتي چې په زور د افغانانو ایستل بند کړي

رویداد خبري آژانس

افغان حکومت د اروپایي هېوادونو نه غوښتې چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو اجباري اېستل ودروي. افغان حکومت پداسې حال کې د دې اقدام غوښتنه کړې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ناامني زیاته شوې.د افغانستان د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزارت په یوې ...

Read More »