وړاندې له دې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او په ځانګړې توګه د هستوي وسلو لرونکي هېوادونه د شمالي کوريا وروستيو توغنديزو ازمويينو په اړه ناسته وکړي، دې هېواد د الوتکو ضد توغند و ازموييه.
دغه توغندی بالېسټک هغو ته ورته دی او کولی شي چې په ماهرانه توګه په هوا کې جنګي او غير جنګي الوتکې په نښه کړي.
ټاکل شوې چې د شمالي کوريا د توغنديو وروستيو ازمويينو په اړه د ملګرو ملتونو امنيیت شورا ځانګړې ناسته پرون جمعه د روانې اکټوبر په لومړۍ نېټه ترسره شوې وی، خو د چين او روسيې په غوښتنته چې د شمالي کوريا د ازمويينو لا زياتې مطالعې په موخه يې کړې، دغه غونډه بل وخت ته وځنډول شوه.
له دې پرېکړې سره سم شمالي کوريا د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۳۰مه، دغه تازه ازموييه کړې.
پينګيانګ دا مهال د ملګرو ملتونو امنيت شورا له بنديزونو سره مخ دی، خو پر دې سربېره يې هم د توغنديو ازموييلو ته دوام ورکړ دی.