Home » اقتصادی » تېرو درېيو کلونو کې پاکستان ۲۶ ميليارده ډالر اضافي پوروړی شوی

تېرو درېيو کلونو کې پاکستان ۲۶ ميليارده ډالر اضافي پوروړی شوی

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د تېرو درېيو کلونو پرمهال يې هېواد د ۲۶ ميليارده ډالرو په اندازه د نړيوالو مالي بنسټونو او هېوادونو له لوري اضافي پوروړی شوی دی.

دې چارواکو د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ ته د خپلو پورونو په اړه مالومات وکړي چې له مخې يې، په ياده اندازه له قرضدارېدو سره پر پاکستان د نړيوالو پورونو ټوله اندازه ۱۲۲ ميليارده او ۴۴۵ ميليون ډالرو ته ورسېده.

د چارواکو د مالوماتو له مخې، په دې رقم کې پاکستان ته نغد ورکړل شوي پورونه او دغه راز د پور مودې د پوره کېدو له امله د سود جمعه شوې اندازه هم شامله ده.

د پاکستان پارلمان ته ورکړل شوي دا مالومات ښيي چې په ۲۰۱۸ زېږديز کې واک ته د عمران خان له رسېدو سره پر پاکستان د بهرينو پورونو کچه ډېره زياته شوې ده.

د مالوماتو له مخې د نوموړي واکمنۍ له پيل بيا تر ۲۰۲۱ زېږديز کال پورې پاکستان نږدې ۳۳ ميليارده ډالر پور کړي دي. خو د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت ځينو چارواکو له دې وړاندې ويلي و، هغه مهال چې عمران خان واګې ترلاسه کړې نو د دغه هېواد ملي خزانه خالي وه او د بهرنيو پورونو د بېرته ورکړې مودې د پوره کېدو له امله حکومت اړ و چې پيسې پور کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...