Home » سیمه او نړی » په کوټه کې چاودنې ۱۴ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې
رویداد خبري آژانس

په کوټه کې چاودنې ۱۴ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

د راپورونو له مخې پېښه د کوټې ښار د سرینا هوټل مخې ته شوې ده.

په دې پېښه کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو معلوماتو له مخې ددې چاودنې له امله څلور ملکیان هم ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

بلخوا په هوټل کې د عمران خان د حکومت مخالف بلاول بوټو هم حضور درلود. هغه په یوه ټوېټ پیغام کې دغه برید غندلی او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی دی چې د ترهګرو له پالنې لاس واخلي.

دده په وینا دا چاودنې هغه ترهګر ترسره کوي چې پاکستانی حکومت یې روزي او پالي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...