د ایران د اټمي مذاکراتو مخکښ غړی وایي، په ویانا کې د مذاکرو بل پړاو باید ترهغو وځنډول شی چې د ایران نوي ولسمشر،ابراهم رییسي د اګسټ په لومړیو کې لوړه نه وي کړي.
عباس عراقچي پرون د شنبې په ورځ (دچنګاښ ۲۶مه نېټه) په ټویټر کې ولیکل، موږ د انتقال په مرحله کې یو، ځکه زموږ په پلازمېنه کې د قدرت ډموکراتیک انتقال روان دی، نو د ویانا خبرې باید تر نوې ادارې پورې وځنډول شي.
د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې د دې لپاره دي چې د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي تړون بیا برحاله کړي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸میلادي کال کې له دغه تړونه د وتلو اعلان وکړ، خو د مذاکرو تر شپږو پړاوونو وروسته هم دغه مذاکرې له خنډونو سره مخامخې دي.