ملګري ملتونو وایي، د اوکراین په ختیځ کې هغو سیمو کې چې د روسیې ملاتړ بېلتونپال پرې کنټرول لري هره ورځ بندیان شکنجه کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ندي الناشف پرون د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه نېټه) وویل چې په ډونیڅک او د بېلتونپالو تر کنټرول لاندې د نورو سیمو زندانونو کې جدي سرغړونې ترسره کېږي.
ناشف په جنیوا کې مېشتې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د اوکراین په ختیځ کې د زندانونو، شکنجې او ناوړه چلند او دغه راز په کریمیا کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې دغه سرغړونې هره ورځ او په منظم ډول ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ مرستیالې دغه راز وویل، له کله چې په اوکراین کې نښتې پیل شوې، په ترڅ کې یې د دولت او د بیلتونپالو تر کنټرول لاندې سیمو کې له نیول شوېو شااوخوا څلور زره بندیانو سره ناوړه چلند شوی او هغوی شکنجه شوي دي.
ناشف همدارنګه وویل چې په کریمیا کې چې روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال له خپلې خاورې سره ملحق کړې، روسیه د بشري حقونواو د بشر پالنې له نړیوالو قوانینو څخه پرله پسې سرغړونې کوي